ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قاسم خان لومړى تلين ونمانځل شو

author avatar
1 May 2014 - 18:24
author avatar
1 May 2014 - 18:24

جلال اباد ( پژواک، ١١ غويى ٩٣ ) : د پاکستانيو ځواکونو له خوا د  افغان سرحدي پوليسو د وژل شوي سرتېري قاسم خان لومړى تلين ونمانځل شو.

قاسم خان تېر کال په ګوشتې ولسوالۍ کې له پاکستانيو ځواکونو سره د يوې نښتې پر مهال وژل شوى و.

د قاسم خان د لومړي تلين په نمانځغونډه کې ، چې د غويي په ١١مه، جوړه شوې وه، په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد زمان وزيري، د سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال ولي خان شينواري ،د سرحدي پوليسو درستيزوال سمونيار محمد ايوب حسين خېل،د ولايتي شورا غړي ډاکټر لعل محمد دراني او يو شمېر نورو  نظامي چارواکو ګډون درلود.

په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد زمان وزيري د ياد سرحدي پوليس مېړانه وستايله  .

هغه زياته کړه : (( همدا سرحدي پوليس دي، چې د کور لويې  درازې يې ساتلې دي که له دروازې څخه څوک را دننه شي، نو بيا هرڅه کولي شي، خو موږ پر خپلو سرحدي ساتونکو وياړو.))

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د لومړي نمبر زون  قوماندان ولي خان شينواري د خپلو هغو سرتېرو په ياد ،يادګاري څلى پرانيست، چې په تېرو لس کلونو جکړو کې وژل شوي دي.

شينواري وويل : (( د قاسم خان شهادت له هر کور نه د ملي يووالي غږ پورته کړ،د هېواد له ګوټ ګوټ او بهرنه خلک د قاسم خان مزار ته راغلل او د هغه مېړانه يې وستايله ،دا وياړ د ټول  هېواد او په ځانګړي ډول  د سرحدي پوليسو ده.))

هغه هوډ څرګند کړ ، څو پورې يې چې په بدن کې يو څاڅکى وينه وي ، له دې خاورې به دفاع کوي .

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.