ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو تن پر لس کلنې ماشومې جنسي تېرى وکړ

يو تن پر لس کلنې ماشومې جنسي تېرى وکړ

author avatar
2 May 2014 - 15:08
يو تن پر لس کلنې ماشومې جنسي تېرى وکړ
author avatar
2 May 2014 - 15:08

کندز( پژواک ۱۲غويى ۹۳): په کندوز کې يو تن پر لس کلنې ماشومې جنسي تېرى کړى او ياده ماشومه دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د کندوز په مرکز کې د شهيد عزيزالله سفر روغتون مشر ډاکټر قدوس مياخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يوې کورنۍ  شاوخوا لس کلنه نجلۍ دې روغتون ته ورلېږدولې او دا مهال بستر ده. 

د ده په وينا، د دې نجلۍ مور دعوه کوي ، چې پر لور يې د يو جومات امام جنسي تېرى کړى دى.

د يادې نجلۍ مور په دې  روغتون کې پژواک ته وويل، چې لور يې له څلورو مياشتو راهيسې له ياد ملا څخه ديني زده کړې کولې.

هغې زياته کړه: ” تېره ورځ په وينو سره راغله او چيغې يې وهلې چې ملا ورباندې جنسي تيرى کړى.”

دې له دولت څخه وغوښتل ، چې پر لور يې تجاوزکوونکي ته تر ټولو سخته سزا ورکړي،  تر څو د نورو لپاره عبرت شي.

يادې نجلۍ د روغتون په بستر کې په داسې حال کې چې ژړل يې ، وويل : ” درس خلاص شو ، زه يې کش کړم او ځان يې راباندې واچاوه ، هر څومره چيغې مې چې وکړې څوک رانه غلل او …” 

د کندوز د ښځو چارو مشرې نادره ګياه دغه پېښه تاييدوي او له اړوندو ارګانونو غواړي چې متجاوز په تر ټولو سخته سزا محکوم کړي، تر څو نور ترې پند واخلي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال ويس الدين تلاش هم دغه پېښه تاييدوي او وايي تيرى کوونکى چې د يو جومات امام و، نيول شوى دى.

هغه په دې اړه نور جزييات ورنه کړل او ويې ويل چې موضوع تر پلټنو لاندې ده .

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې مخکې د يوې لس کلنې نجلۍ کورنۍ په بغلان ولايت کې د يو ملا غوږ او پزه پرې کړل او ويل يې دا کار يې ځکه وکړ چې دې کس پر ياده نجلۍ جنسي تېرى کړى و.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.