ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: د ملا عمر ورور د طالبانو نظامي قوماندان ټاکل شوی

سرچينه: د ملا عمر ورور د طالبانو نظامي قوماندان ټاکل شوی

author avatar
3 May 2014 - 14:29
سرچينه: د ملا عمر ورور د طالبانو نظامي قوماندان ټاکل شوی
author avatar
3 May 2014 - 14:29

کابل (پژواک ۱۳ غويى ۹۳): د طالبانو د مشر ملا محمدعمر ورور ملا عبدالمنان هوتک د طالبانو د رهبرۍ شورا د مرستيال او نظامي قوماندان په توګه ټاکل شوی دى.

د افغانستان يوې موثقې امنيتي سرچينې د غويي په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پرېکړه د غويي په ۹مه له ماښام وروسته د پاکستان د کوېټې ښار  د ګنج بای پاس په سيمه کې د ‌طالب د مشرانو او د پاکستان د څارګرې ادارې (اى اېس اى) په ګډه غونډه کې وشوه.

سرچينې زياته کړه چې ملا عبدالمنان هوتک د طالبانو د نظامي شورا د پخواني مشر  ملا عبدالقيوم ذاکر تر ګوښه کېدو وروسته ټاکل شوى دى.

ملا عبدالقيوم ذاکر د طالبانو نظامي قوماندان و، چې د سرچينې په وينا له دې لامله له دندې ګوښه شو چې د افغان ټاکنو د ګډوډولو په چاره کې ناکام و.

سرچينه زياتوي، په ياده غونډه کې د کوېټې شورا مرستيال مولوي اختر محمد او  د ای اېس ای د څو مامورينو په ګډون د ملا محمد عمر ورور مولوي هوتک او طالب مشر ملا ګل اغا ګډون هم درلود.

يادې امنيتي سرچينې وويل: ((‌طالب مشرانو به اصل کې مولوي ابراهيم (مشهور په صدر) وړانديز کړی و، خو د ای اېس ای غړو د ملامحمد عمر ورور وټاکه.))

د سرچينې په وينا، د ‌طالب مشرانو او د پاکستان د څارګرې ادارې د غړو له لوري تر دې پرېکړې وروسته د طالبانو مهم غړي په دريو برخو وېشل شوي دي.

سرچينه وايي، طيب اغا، حافظ مجيد، ملا عيسی، خادم عبدالروف، ضياء اغا او تورک اغا هغه ډله ده چې د ملا قيوم ذاکر په ګوښه کولو غوسه دي. ملا ګل اغا، ملا ثاني، ملا لالی، ملا ابراهيم مشهور په صدر او مولوي عبدالحکيم هغه ډله ده چې د ملا ذاکر د ګوښه کولو ملاتړ يې کړى او د طالبانو د کوېټې شورا د مرستيال اختر محمد منصور پلويان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا حسن رحماني، ملا عبدالرازق، امير خان متقي او سراج الدين حقاني هغه ډله ده، چې تر دې پرېکړې وروسته له يادو دواړو ډلو جلا شوي دي.

سرچينه وايي، دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ  طاهر اغا او يونس اغا چې د ملا طيب اغا وروڼه او د طالبانو د شورا سياسي غړي دي، د پاکستان د څارګرې ادارې له لوري له ملا اغاجان معتصم سره د اړيکو په تور نيول شوي دي.

طالبانو  د ملا ذاکر په اړه يې ويلي وو، چې دغه طالب مشر د ناروغۍ له امله له دندې استعفا کړې ده.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يادې امنيتي سرچينې دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.

هغه وايي، دا يواځې پروپاګند ده چې غواړي  هرڅه غلط وښودل شي.

ده زياته کړه : (( د ذاکر پر ځای چې هرڅوک راشي هغه به د طالبانو برجسته غړی وي او په نظامی کارونو کې به ښه تجربه او پوهه ولري، خو اوس موږ د امنیتی ملحوظاتو له امله د نوي کس نوم نشو په ډاګه کولى.))

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.