ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره په سلو ولسواليو کې دفترونه جوړوو”

“له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره په سلو ولسواليو کې دفترونه جوړوو”

author avatar
4 May 2014 - 16:51
“له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره په سلو ولسواليو کې دفترونه جوړوو”
author avatar
4 May 2014 - 16:51

کابل (پژواک ١٤ غويى ٩٣): د ښځو چارو وزارت د يوې نوې طرحې له مخې د هېواد په سلو ولسواليو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره دفترونه جوړوي .

دغه څرګندونې د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر نن د مشرانو جرګې په هغې عمومي غونډه کې وکړې، چې په هېواد کې د ښځو د ستونزو په اړه د معلوماتو ورکولو په موخه ورغوښتل شوې وه.

د مشرانو جرګې غړو ويل، سره له دې چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي څو کنوانسيونونه لاسليک کړي، خو په دې وروستيو کې د ښځو او په ځانګړي ډول د ماشومو نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې او د تاوتريخوالي ډېرې پېښې په ولسواليو کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې يوه ملا په بغلان کې پر لس کلنې ماشومې او بل په کندوز ولايت کې پر شاوخوا لس کلنې ماشومې جنسي تېري کړي دي.

د يادې جرګې غړو ټينګار کاوه، هغه کسان بايد سزا وويني چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي کوي.

غضنفر د مشرانو جرګې د غړو د پوښتنو او نيوکو په ځواب کې وويل، چې دغه وزارت څارونکى او پاليسي جوړونکى دى او لږه بوديجه او کم کارکوونکي لري.

خو هغې سره له دې هم وويل، چې دغه وزارت د هېواد په ٣٤ ولسواليو کې رياستونه لري او د نوې طرحې له مخې په پام کې لري، چې هرڅه ژر د هېواد په سلو ولسواليو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي دفترونه جوړ کړي.

هغې وويل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې ١٣ نور وزارتونه او ادارې هم کار کوي خو ځينې يې په سمه توګه خپلې چارې پر مخ نه وړي.

غضنفر په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

هغې زياته کړه: ((کومه پېښه چې پيدا شي موږ يې له اړوند ادارو سره شريکوو او پېښه تر اخره تعقيبوو، خو يوه خبره بايد زه وکړم، چې د ښځو وزارت په يواځې ځان نه شي کولاى د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونيسي.))

د دې په وينا، د ځينو نا سمو دودونو ترڅنګ تر هغه چې په هېواد کې سوله او امنيت نه وي تامين شوى، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوى په سمه توګه نه شي کېداى.

غضنفر زياته کړه: ((د وړو نجونو ودول،زده کړو ته د ښځو نه پريښودل،په بدل کې د نجونو ورکول، بې سوادي، کمزورى اقتصاد، رواني او جسماني ستونزې او ځينې نور عوامل هم شته، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړوي.))

دې وويل، چې دغه وزارت بايد د هېواد په ټولو ولايتونو کې د امن کورونه ولري ،ترڅو کومې ښځې چې له تاوتريخوالي سره مخ کېږي، د امن کور ته پناه يوسي.

غضنفر وويل، چې د وزارت په چارو کې هم له يو لړ ستونزو سره مخ ده.

هغې زياته کړه: ((ما ځينې رييسان، چې سم کار يې نه شو کولاى لرې کړي، خو اوس هم په خپلو د ندو کې پاتې دي، يو وزير نه شي کولاى کوم رييس، چې سم کار ونه کړي هغه لرې کړي، ځکه ما د کونړ د ښځو چارو رييسه لرې کړه دا درېيم کال دى، چې د پارلمان له ګيره نه خلاصېږيم، هر وخت مې ور غواړي.))

غضنفر له مشرانو جرګې غوښتنه وکړه، چې له دغه وزارت سره مرسته وکړي، تر څو لږ تر لږه ٢٥ سلنه خدماتي او اجرائيوي بڼه پيدا کړي او په سمه توګه وکولاى شي د ښځو اړوندې چارې سمبال کړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې دغه جرګه هڅه کوي ترڅو د ښځو چارو وزارت اجرائيوي بڼه پيدا کړي.

خو هغه زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې او د مخنيوي لپاره يې بايد جدي ګامونه واخيستل شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.