کابل (پژواک ١٥ غويى ٩٣): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې د بدخشان له زیانمنو شويو کورنيو سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د ښه موثریت لپاره باید ټولې مرستې له افغان حکومت سره په همغږۍ کې ترسره شي.
نوموړي دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي یان کوبېش سره، نن په ارګ کې په کتنه کې کړې دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې چي يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، راغلي چې په دې کتنه کې کوبيش د ملګروملتونو په استازیتوب، د بدخشان د ځمکې ښويېدنې د طبيعې غمجنې پېښې له امله حامد کرزي او د افغانستان خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.
ده ويلي، چې د ملګرو ملتونو او بهرنيو هېوادونو بېلابېلو ادارو له زیانمنو شويو او بې ځایه شويو کورنيو سره د همکارۍ او مرستو لړۍ پیل کړې ده.
سرچينه کاږي، چې ولسمشر کرزي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یان کوبيش او په ټوله کې د نړيوالې ټولنې له خواخوږۍ او مرستو څخه مننه وکړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن