ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حقاني شبکې ١٤ کسان نيول شوي

د حقاني شبکې ١٤ کسان نيول شوي

author avatar
5 May 2014 - 14:41
د حقاني شبکې ١٤ کسان نيول شوي
author avatar
5 May 2014 - 14:41

خوست (پژواک ١٥ غويى ٩٣):د خوست چارواکي وايي، چې د تېرو څو ورځو په ترڅ کې يې په دغه ولايت کې د حقاني شبکې اړوند ١٤ تنه نيولي دي.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د غويي په ١٥مه د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته وويل، دغه  وسله وال د ملي امنيت د ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي دي.

ځدراڼ زياته کړه، چې يادو کسانو د حقاني شبکې تر مشرۍ لاندې په دغه ولايت کې بمي چاودنې، ځانمرګي او وسله وال بريدونه تنظيمول.

نوموړي دغه راز وويل، چې نيول شوو کسانو هم د څېړنو په ترڅ کې منلې ده، چې د حکومتي ځواکونو پر خلاف يې په ځينو ورانکارو فعاليتونو کې ونډه لرله.

نوموړي وويل، چې له يادو کسانو سره يې په يوه لارۍ موټر کې نږدې سل ډوله بېلابېل ډول سپکې او درنې وسلې، څلور سراچه موټر، څلور موټرسايکلونه او ځينئ نور جنګي مهمات نيولي دي.

نوموړي همدارنګه وويل، چې په يادو عملياتو کې تر سلو زياتې زغرې، چې د غلام خان له لارې ميرانشا ته وړل کېدې، هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په ځانګړي ډول حقاني شبکې د يادو نيول شوو کسانو، وسلو، وسايطو او نورو مهماتو د نيونې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، نږدې مياشت مخکې هم د ملي امنيت ځواکونو په خوست ښار او شاوخوا سيمو کې د حقاني شبکې تر لسو ډېر غړي نيولي وو.

امنيتي سرچينو ويل، يادو کسانو غوښتل، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاکنې ګډوډې کړي، خو د کشفي راپورونو پر بنسټ يې پلانونه شنډ کړل.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.