ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څلورو طالب ولسوالانو په ګډون ٢١ وسله وال نيول شوې

د څلورو طالب ولسوالانو په ګډون ٢١ وسله وال نيول شوې

author avatar
5 May 2014 - 15:08
د څلورو طالب ولسوالانو په ګډون ٢١ وسله وال نيول شوې
author avatar
5 May 2014 - 15:08

هرات-تخار- ترينکوټ (پژواک ١٥ غويى ٩٣): په تخار، هرات او لوګر ولايتونو کې د عملياتو او ځينو امنيتي پېښو پر مهال ٤ پوليس او ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او٢١ وسله وال ژوندي نيول شوي دي.

د تخار امنيتي چارواکي وايي، په څلورو ولسواليو کې د شوو عملياتو په پايله کې ۷ وسله وال طالبان او ۳ پوليس وژل شوي او ۲۱ نور وسله وال نيول شوي، چې مهم طالب مشران هم په کې شامل دي.

د تخار د والي وياند سنت الله تېمور د غويي په ١٥مه وويل، دغه عمليات په اشکمش، چاه اب، رستاق، ينګي کلا او خواجه بهاوالدين ولسواليو کې شوي، چې د نيول شوو په ډله کې د طالبانو څلور ولسوالان او په وژل شوو کې، د طالبانو دوه مهم نظامي قوماندانان شامل دي.

تيموري د طالبانو له لوري د نومول شوو ولسوالانو نومونه مولوي حليم، قاري اسلام الدين، عبدالفتاح او مولوي نصرالدين ښيي او زياتوي چې په وژل شووکې د طالبانو دوه مهم نظامي قوماندانان مولوي شريف الله او شمس الدين حقاني شامل دي.

هغه وايي: ((د تېرې ورځې له ۸ بجو راهيسې په دغو ولسواليو کې عمليات پيل شوي. د عملياتو په پايله کې د رستاق لپاره د طالبانو ولسوال مولوي عبدالحليم، د ينګي کلا لپاره يې ولسوال قاري اسلام الدين، د خواجه بهاوالدين لپاره يې ولسوال عبدالفتاح او د دُرقد لپاره يې ولسوال مولوي نصرالدين له ٢٠ تنو سره نيول شوي.))

تېمور وايي، په دغو عملياتو کې ملي اردو، ملي پوليس، سيمه ييز پوليس او ملي امنيت شامل دي، چې په وينا يې د مخالفانو له شتون څخه د سيمې پاکولو په موخه پيل شوي دي.

نوموړى وايي، چې ۱۴ ميله سپکې او درنې وسلې هم پوليسو ته په لاس ورغلې چې په کې راکټ، تومانچې او کلاشينکوفونه شامل دي.

د تخار امنيتي چارواکي وايي، دغه عمليات لا هم دوام لري.

بلخوا د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال سميع الله قطره پژواک ته وويل، چې د اوبې په ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال ٦ وسله وال وژل او دوه محلي پوليس سيمه ييزه پوليس ټپيان شوي دي.

د قطره په وينا، دغه عمليات يې تېره ورځ ناوخته د يادې ولسوالۍ د اسواج او شولګرې په سيمه کې ترسره کړي او لا هم روان دي.

په ورته مهال نن غرمه مهال د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس ووژل شو.

د ترينکوټ ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر دويم څارن ګل اغا پژواک ته وويل، دا چاودنه د وژل شوي پوليس په موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو عملياتو په تړاو څه نه دي ويلي خو د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې د غزني په ګيلان کې د يو شمېر طالبانو د وژل کېدو رپوټ رد کړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.