ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار د يو شمېر ښوونځيو زده کوونکي ودانۍ او مسلکي ښوونکي غواړي

author avatar
6 May 2014 - 17:46
author avatar
6 May 2014 - 17:46

تالقان (پژواک ١٦ غويى ٩٣): د تخار ولايت د يو شمېر ښوونځيو زده کوونکي د ښوونځيو لپاره ودانۍ او مسلکي ښوونکي غواړي.

د دغه ولايت د يو شمېر سيمو د ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي وايي، چې د ودانۍ او درسي خونو د نشتوالي له امله د څو ټولګيو شاګردان يو ځاى کېني.

د قره هندو د لومړني ښوونځي د لومړي او دويم ټولګي زده کوونکي په يوې کوټه کې يو ځاى شوي، ښوونکي يې دري مضمون ورته تدريسوي.

د دغه ښوونځي يوه زده کوونکې ستورۍ لا هم پاڼې اړوي، هغه تر اوسه په خپل کتاب کې د عنوان پر پيدا کولو نه ده توانېدلې، ځکه چې ستورۍ د لومړي ټولګي زده کوونکې ده او ښوونکى د دويم ټولګي دري مضمون تدريسوي.

د قره هندو د لومړني ښوونځي دغه ۷ کلنه زده کوونکې وايي: ((زما نوم ستورۍ دى، په لومړي ټولګي کې يم، موږ ته بايد ودانۍ جوړه شي او ښوونکي راته ونيول شي، ځکه موږ د ښوونکو د کمښت له امله دوه ټولګي يو ځاى ناست يو.))

دغه ښوونځى قره هندو کلي ته د وتلې لارې تر څنګ پروت دى، چېرې چې ګڼ شمېر کوچني هلکان او نجونې د لارې تر څنګ په يوې زړې سطرنجي راټول شوي دي.

 ډېرى دغه زده کوونکي سبق ته د پام کولو پر ځاى يوې او بلې خوا ته ګوري.

پلوشه د دويم ټولګي هغه زده کوونکې ده، چې دې ستونزې ته يې پام ور اوښتى دى.

هغه د ښوونځي د ودانۍ نشتوالى يوه اساسي ستونزه ګڼي.

هغې وويل: ((موږ ودانۍ نه لرو، بايد ودانۍ راته جوړه شي، دلته د لارې په غاړه درس وايو خلک چې تېرېږي مزاحمت راته کېږي.))

د دغه ښوونځي ښوونکي د استادانو د کمښت يادونه کوي، خو په رسمي ډول له څه ويلو ډډه کوي.

په تخار کې يوازې دغه ښوونځى نه دى، چې سرپناه او ښوونکي يې کم دي؛ د دغه ولايت په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې هم د ډېرو ستونزو يادونه کېږي.

د تخار د پوهنې رييس عبدالقادر افغان هم په دغه ولايت کې د ٥٢ سلنه ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى مني.

افغان وايي: ((۴۸ سلنه ښوونځي مو ودانۍ لري او ۵۲ سلنه نور ودانۍ نه لري، د ۵۲ سلنه ښوونځيو په ډله داسې ودانۍ هم شته، چې په پخوا کلونو کې جوړې شوې، خو ګټه ترې نه اخيستل کېږي.

زموږ ډېر شمېر زده کوونکي په لرې پرتو سيمو او په مرکز تالقانو کې تر خېمو او ونو لاندې او په په ازاده فضا کې زده کړې کوي.))

دى وايي، د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي د ښوونځيو د ودانيو نشتوالى د تخار د پوهنې يوه مهمه ستونزه ياده کړه او زياته يې کړه، تر دې دمه توانېدلي ۴۸ سلنه زده کوونکو ته سمه درسي فضا رامنځته کړي.

د پوهنې رييس وايي: ((د پوهنې وزارت هغو ښوونځيو ته د ودانۍ جوړولو هڅې کوي، چې ودانۍ نه لري؛ خو له بده مرغه امکانات لږ دي.))

اوسمهال د تخار د مرکز او ولسواليو په ۶۴۸ ښوونځيو کې شاوخوا درى سوه زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې ۳۵ سلنه يې نجونې دي.

دغو زده کوونکو ته د ۸ زره ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.

د تخار د پوهنې رييس وايي، هڅه کوي څو تر راتلونکو کلونو پورې د دغه ولايت ټولو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.