ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شمال ختيځ زون ٧٤ شکايتونه وڅېړل شول

د شمال ختيځ زون ٧٤ شکايتونه وڅېړل شول

author avatar
6 May 2014 - 18:06
د شمال ختيځ زون ٧٤ شکايتونه وڅېړل شول
author avatar
6 May 2014 - 18:06

 کابل (پژواک ١٦ غويى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون، د خپلو علني ناستو په روانه لړۍ کې لسګونه نور شکايتونه هم څېړلي، چې ډېرى يې د عبدالله او اشرف غني  پر وړاندې ثبت شوي دي.

 په دغه څلورمه  ناسته کې، چې نن د مدني ټولنې غړو، ټاکنيزو څارونکو، رسنيو او د کانديدانو په ګډون تر سره شوه، د هېواد د شمال لوېديځ زون شکايتونه وڅېړل شول.

 د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون کميشنر عزيز اريافر وويل، چې په ټوليز ډول له بدخشان، تخار او کندوز ولايتونو څخه ٧٤ شکايتونه ثبت شوي، چې په ډېرو برخو کې يې د زورواکو او د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو له لوري د ځانګړي  کانديد په ګټه صندوقونه ډک شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې د دغو شکايتونو ډېرى يې، د اصلاحاتو او همپالنې او د بدلون او تداوم ټيمونو پر وړاندې ثبت شوي دي.

 د دغو شکايتونو له ډلې يې، د يوه په اړه داسې ويل شوي، چې د بدخشان ولايت په يوه محل کې د يوه حقيقي شخص لوري د تحول او دوام ټيم په ګټه په زوره صندوقونه ډک کړي او د رايې ورکولو د مرکز مدير يې هم وهلى دى.

 همدارنګه په دغه ولايت کې، د اصلاحاتو او همپالنې ټيم پر وړاندې هم شکايت ثبت شوى، چې د جرشاه بابا د نجونو په ښوونځي کې لومړى نښته پيل شوې او له هغه وروسته د رايې ورکولو صندوقونه راوړل شوي او د دغه ټيم په ګټه ډک شوي دي.

 خو د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم استازي زړګي سجاد، په خپله دفاعيه کې پر دې کار نيوکه وکړه، چې د شکايتونو ولايتي کمېسيونونو بيا بيا دوګونى عمل کړى دى.

 هغه زياته کړه، چې ولايتي کمېسيونونو د دغه ټاکنيز ټيم له لوري په ثبت شويو شکايتونو چوپتيا غوره کړې، خو په ډېرى برخو کې يې د دغه  ټيم پر وړاندې له شکايتي مدرکونو پرته، شکايتونه ثبت کړي دي.

 د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او تداوم ټيم استازي انجنير باشي هم پر دغه کمېسيون نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د دوى پر وړاندې ثبت شوي شکايتونه مستند نه دي.

 د بدلون او تداوم ټيم بل استازي سيدحبيب وويل، د دغه ټيم پر وړاندې په ډېرو برخو کې ، چې کوم شکايتونه ثبت شوي، نو په اړه يې کوم اسناد نه دي وړاندې شوي، چې دغه شکايتونه د دوى د ټيم له لوري رد ګڼل کېږي.

 کله چې دغه شکايتونه د کمېسيون له لوري وڅېړل شول، چې په ځينو مواردو کې له مدرکونو او اسنادو پرته او د عيني شاهدانو د ويناوو له مخې ثبت شوي دي.

 د شکايتونو کمېسيون منشي نادر محسني، د غونډې له پاى ته رسېدو وروسته رسنيو ته وويل، چې په نننۍ غونډه کې درې ډوله شکايتونه وڅېړل شول، چې د هغو پر وړاندې د ولايتي شوراګانو له لوري پرېکړه شوې، خو کانديدانو بيا د استيناف غوښتنې، غوښتنه کړې ده.

 هغه زياته کړه، په دويمه کټګورۍ کې هغه شکايتونه شامل دي، چې ولايتي دفترونو يې پر وړاندې په خپله ټاکلې موده کې پرېکړه نه ده کړې او په درېيمه کټګورۍ کې هغه شکايتونه دي، چې ولايتي دفترونو يې د ځينو دليلونو له مخې تر دې مهاله، پرېکړه نه ده کړې.

 ټاکل شوې، چې په راتلونکو دوو ورځو کې د ختيځ، سوېل ختيځ او شمال لوېديځ زونونو شکايتونه هم په علني  ناستو کې وڅېړل شي.

 د کمېسيون په وينا، د ټولو شکايتونو د څېړلو پرېکړه به د ټاکنو کمېسيون ته د غويي مياشتې په ٢١ مه او ٢٢ مه ولېږل شي، ترڅو د ټاکنو کمېسيون د ولسمشرۍ کانديدانو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه د يادې مياشتې په ٢٤ مه اعلان کړي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.