هرات (پژواک ١٦ غويى ٩٣): د هرات چارواکي وايي، چې په اوبې ولسوالۍ کې يوې چاودنې ٣ پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
د ياد ولايت د عامه نظم ساتنې د شپږمې لوا قوماندان جنرال سيد باقر مرتضوي د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې١٠ بجې د اوبې ولسوالۍ د صدريې په سيمه کې د پوليسو پر يوه رينجر موټر د ريموټ کنټرول ماين چاودنه وشوه، چې په کې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه.
دى وايي، دغه پوليس په سيمه کې د ګزمې په حال کې وو، چې چاودنه پرې وشوه.
نوموړي وويل، چې له پېښې وروسته پوليسو په سيمه کې يو تن چې د غور ولايت اوسېدونکى دى د چاودنې د رامنځته کولو په تور نيولى دى.
د مرتضوي په وينا، له نيول شوي کس سره د ماين ريموټ او نور وسايل نيول شوي او اوس تر پوښتنو لاندې دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن