ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې اته پوليس نادرکه شوي

زابل کې اته پوليس نادرکه شوي

author avatar
7 May 2014 - 12:18
زابل کې اته پوليس نادرکه شوي
author avatar
7 May 2014 - 12:18

کابل (پژواک ١٧ غويى ٩٣): د زابل امنيتي چارواکي وايي چې د نوبهار ولسوالۍ اته امنيتي سرتېري له وسلو سره تري تم شوي او تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.

د دغه ولايت مرستيال والي محمدجان رسوليار د غويي په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سرتېري له وسلو سره پرون نادرکه شوي دي.

د هغه په وينا چې ورک شوي ملي او سيمه ييز پوليس دي.

رسوليار وايي، معلومات ښيي چې ياد سرتېري اوس د دولت له مخالفينو سره دي، خو دا چې ورته تسليم شوي او که هغوى نيولي، تر اوسه نه ده معلومه.

بلخوا وسله وال طالبان وايي، چې ياد امنيتي سرتېري يې د يوې جګړې پر مهال ژوندي نيولي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، اوو پوليسو غوښتل چې له نوبهار ولسوالۍ ځان په پټه د شينکۍ ولسوالۍ ته ورسوي چې د دوى د ملګرو له لوري د نوبهار ولسوالۍ د جلالزو په غرنۍ سيمه کې ژوندي ونيول شول.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پوليس په نوبهار ولسوالۍ کې پر يوه موضوع خپه شوي وو او غوښتل يې چې د شينکۍ ولسوالۍ له لارې ځان مرکز کلات ته را ورسوي چې د طالبانو له کمين سره مخ شول.

د سرچينې په وينا، تر دوه ساعته جګړې وروسته له يادو پوليسو سره مهمات خلاص شوي وو او بيا طالبانو ژوندي نيولي دي.

سرچينې زياته کړه، د دوى وروستي معلومات ښيي چې دغه پوليس د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري وژل شوي خو مړي يې لا تر اوسه نادرکه دي.

خو د زابل مرستيال والي يواځي د يادو سرتېرو نادرکه کېدل تاييدوي او طالبانو هم تر اوسه د هغوى د وژلو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.