واشنګټن (پژواک ١٧ غويى ٩٣): د لومړي ځل لپاره يو افغان هندو په بهر کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکل شوى دى.
دغه افغان هندو شام لال بتيجا نومېږي او له دې مخکې يې د ولسمشر حامد کرزي د اقتصادي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.
بتيجا په کاناډا کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکل شوى دى. پرون يې د دغه هېواد (ګورنر جنرال) ډېوېډ جانسټون ته خپل رسمي اسناد وړاندې کړل.
د سفير د معرفۍ په دغو مراسمو کې چې د کاناډا يو شمېر نورو چارواکو هم برخه اخيستې وه، د افغانستان نوي سفير شام لال بتيجا د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي نيکې هيلې هغوى ته ورسولې.
هغه هيله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې افغانستان او کاناډا نورې هم پياوړې او ښې اړيکې ولري.
د افغانستان سفير د کاناډا له حکومت او ولس څخه مننه وکړه، چې په تېرو ١٢ کلونو کې يې له افغانستان سره د امنيت او بيارغونې په برخو کې مرستې کړې دي.
بتيجا دغه راز د افغانستان د حکومت له لوري د هغو ١٦٢ کاناډايي سرتېرو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د ماموريت پر مهال يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د کاناډا ګورنر جنرال په ځواب کې د بدخشان پر پېښې خپله خواشيني څرګنده کړه او د دې پېښې د قربانيانو کورنيو ته يې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې هېواد به يې په هر ډول حالاتو کې له افغانانو څخه خپلې مرستې ونه سپموي.
نوموړي دغه راز په برياليتوب سره د افغانستان د تېرو ټاکنو په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن