ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بګرام کې د ماين چاودنې له امله ١٥ دوکانونه سوځېدلي

بګرام کې د ماين چاودنې له امله ١٥ دوکانونه سوځېدلي

author avatar
8 May 2014 - 18:40
بګرام کې د ماين چاودنې له امله ١٥ دوکانونه سوځېدلي
author avatar
8 May 2014 - 18:40

چاريکار (پژواک ١٨ غويى ٩٣): د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د تېلو په يوه اکمالاتي ټانکر کې د يوه مقناطيسي ماين چاودنې له امله پنځلس دوکانونه سوځېدلي او ډېر مالي زيان يې اړولى دى.

د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد معصوم فرزه يي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د بګرام هوايي ميدان مخې ته د بهرنيو ځواکونو د تېلو په يوه ټانکر کې د يوه ځاى پر ځاى شوي ماين له امله چاودنه شوې ده.

 هغه زياته کړه، چې په دغه پېښه کې د تېلو يو اکمالاتي ټانکر، د پوليسو يوه پوسته، يو کرولا موټر او پنځلس دوکانونه سوځېدلي، خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 فرزه يي زياته کړه، چې په دغه چاودنه کې د ترکاڼۍ، فلزکارۍ، ګاز پلورلو او موټرسايکل جوړونې دوکانونه ويجاړ شوي، چې په ټوليز ډول يې شاوخوا درې ميليون زيان اړولى دى.

 د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان زياته کړه، چې د يادې پېښې په تړاو  تر دې مهاله څوک نه دي نيول شوي، خو څېړنې يې پيل کړې دي.

 د بګرام هوايي ډګر مخې ته د ملک اصغر په نوم يوه دوکان دار وويل، چې د تېلو او ګازو څلور دوکانونه يې په بشپړ ډول سوځېدلي دي.

 هغه ادعا وکړه، چې د ټانکر د سوځېدو له امله  شاوخوا دوه ميليون افغانۍ زيان ورته اوښتى او له دولت څخه غواړي، چې هغه ته د اوښتي زيان پيسې ورکړي.

 وسله والو طالبانو د دغې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دغه پېښه کې دوه دولتي ځواکونه سخت ټپيان شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.