ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې سېلابونو مالي او ځاني زيان اړولى

په تخار کې سېلابونو مالي او ځاني زيان اړولى

author avatar
8 May 2014 - 16:20
په تخار کې سېلابونو مالي او ځاني زيان اړولى
author avatar
8 May 2014 - 16:20

تالقان (پژواک،١٨غويى٩٣): د تخار چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې سېلابونو ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او په لسګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي.

د تخار والي عبداللطيف ابراهيمي، نن په تالقانو کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې له پرون راهيسې د دغه ولايت په شکمش، کلفګان، خواجه غار، فرخار، چال، چاه اب او رستاق ولسواليو کې سېلاوونه راوتلي، چې له امله يې په سلګونه جريبه ځمکې، باغونه او کروندې ويجاړې شوې دي.

ده وويل: ((موږ نن له سختو ستونزو سره مخ شوي يو. د شکمش ولسوالۍ په شرشر سيمه کې ۲۲۰ کورونه او يو جومات ويجاړ شوي، د دوى مالونه تلف شوي، هرڅه يې له منځه تللي. دغه کورنۍ اوس په ازاده فضا کې ژوند کوي.))

ابراهيمي وايي، سېلابونو په خواجه غار ولسوالۍ کې يو ماشوم وړى او د کلفان ولسوالۍ په «قره تو» سيمه کې يې ۱۲ کورونه ويجاړه کړي، يو تن يې وژلى او درې نور يې ژوبل کړي دي.

هغه وايي، دوى تر دې دمه توانېدلي، چې ۴۰۰ بېځايه او زيانمنو شويو کورنيو ته بېړنۍ مرستې ورسوي؛ خو په وينا يې، دوى زيانمنو شويو کورنيو ته د مرستې رسولو په برخه کې کافي امکانات نه لري.

والي وايي، په مرسته شويو توکو کې خوراکي توکي، کمپلې، خېمې، د پخلنځي سيټونه او نورو اړين توکي شالم دي

نوموړي همدارنګه له نړيوالې ټولنې د لازياتو مرستو غوښتنه وکړه، چې په بېړنيو حالاتو کې د زيانمنو شويو کورنيو لاسنيوي وکړي.

په همدې مهال د تخار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر عبدالرزاق زنده وايي، تر دې دمه دغو بېځايه شويو کورنيو سره، دiom، اکټېډ، اغاخان او کنسرن موسسو له لوري اړينې مرستې شوې دي؛ خو په وينا يې، په هغه اندازه نه دي چې د کورنيو ګوزاره پرې وشي.

ده پژواک ته وويل، د دوى زېرمه شوي توکي هم مخ په خلاصېدو دي.

دى هم له مرکزي دولت څخه د لا زياتو توکو غوښتنه کوي.

د يادونې وړ ده، چې وړاندې تر دې د دغه ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدنې له امله د خواجه خيراب د کلي ۲۱۸ کورونه، کوکچې سيند غاړې ته په کډه کولو مجبوره شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.