فراه (پژواک،۱۹غويى۹۳): په فراه ولايت کې دوديزه کلنۍ مشاعره عُناب ګل د لسګونو شاعرانو په ګډون تر سره شوه .
دغه مشاعره ، چې تېره شپه د فراه د “هېواد ادبي مرکه” له لوري جوړه شوې وه، پکې سلګونه فرهنګيانو، شاعرانو، ليکوالانو، دولتي چارواکو او نورو عامو وګړيو برخه اخېستې وه.
په دې مشاعره کې شاعرانو خپل شعرونه ولوستل ، چې ډېرى يې د ملي يووالي، خپلواکۍ، فساد پر ضد، سولې او د نورو ټولنيزو موضوعاتو تر سرليک لاندې وو.
شاعر او د هېواد ادبي مرکې مشر عبدالودود همت پژواک خبری اژانس ته وويل، چې عناب د فراه ولايت ځانګړۍ مېوه ده ، چې د ډېر مرضونو دواه ده او په نړۍ کې ډېر کم پيدا کېږي؛ خو فراه ولايت د عناب اصلي ځای دی.
همت زياته کړه: (( له همدې امله اته کاله وړاندې د فراه ولايت د شاعرانو او ليکوالانو په خوښه په دې ولايت کې د ((عناب ګل)) په نامه د مشاعرې پيل وشو.
د هغه په وينا، ياده مشاعره هر کال په منظم ډول ترسره کېږی او سږ کال يې اتمه کالېزه ده ، چې پکې له بېلا بېلو سيمو څخه لسګونو کسانو برخه اخيستې وه او تر ٥٠ پورې شاعرانو خپل شعرونه ولوستل.
د محمد رحيم اخلاقيار په نامه يوه شاعر، چې په دې مشاعره کې يې خپل شعر ولوست، پژواک خبري اژانس ته وويل، عناب ګل مشاعره يو ښه فرصت دی د شاعرانو لپاره، چې د خپل زړه خبرې او ټولنيزې ستونزې خلکو ته وړاندې کړي.
هغه زياته کړه، چې د فراه شاعران ډېرې اقتصادي ستونزې لري او دولت بايد د دوی ژوند ته پاملرنه وکړي.
هېواد ادبي مرکه په ۱۳۸۴ لمريز کال کې تاسيس شوې او اوسمهال ۶۰ غړي لري، د عناب ګل کلنۍ مشاعرې تر څنګ پنځه شعري ټولګې چاپ کړي او د ((اوښکه)) په نوم يوه مياشتنې مجله هم لري.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن