کابل ( پژواک، ١٩ غويى ٩٣ ) : د پاکستان په سند ايالت کې د زلزلې له امله د وروستيو راپورنو له مخې، دوه تنه مړه او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
پاکستانيو رسنيو د غويي په ١٩مه، خبر ورکړى، چې دغه زلزله تېره شپه ناوخته د سند ايالت اړونده د نواب شاه ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې شوې ده.
راپورونه وايي، چې ددې زلزلې له امله په ګڼ شمېر کليو کې لسګونه کورونه نړېدلي دي.
رسنيو د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى، چې په دې زلزله کې تر اوسه دوه تنه مړه او تر ٧٠ زيات ژوبل شوي دي.
چارواکو ويلي، چې په دې زلزله کې خلکو ته ډېر زيات مالي زيانونه اوښتي او لسګونه کورونه ړنګ شوي دي.
مسوولينو وېره څرګنده کړه ، چې کېداى شي د مړو او ټپيانو شمېره زياته شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن