ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې پنځه وسله وال او دوه ماشومان ووژل شول

author avatar
9 May 2014 - 15:10
author avatar
9 May 2014 - 15:10

 لښکرګاه (پژواک ١٩غويى ٩٣) : په هلمند ولايت کې پنځه وسله وال طالبان او دوه ماشومان وژل شوي او يو پوليس او يو وسله وال طالب ټپيان شوي دي. 

د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالحد چوپان د غويي په ١٩مه ، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه ماخوستن د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يوه وسله وال طالب دوه هغه ماشومان چې عمرونه يې له لس کلنۍ څخه کم و ، دې ته هڅولي و ، چې د سړک د غاړې ماين ځاى پرځاى کړي .

ده وويل ، چې ماين د ځاى پرځاى کېدو پرمهال پر يادو ماشومانو چاودېدلى ، دغه دوه ماسومان او هغه وسله وال طالب چې دغه ماشومان يې د ماين ايښودو ته هڅولي و، وژل شوي دي.

دغه راز نوموړي وويل ، چې تېره شپه وسله والو د نوزاد ولسوالۍ په چنګوک سيمه کې د ملي پوليسو پريوې پوستې بريد وکړ.

چوپان وايي ، چې له بريد څخه مخکې د يادې پوستې پوليس د وسله والو په دغه بريد خبر و ، چې د نښتې پرمهال څلور وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل تن ټپي شو .

ده وويل چې په دې پېښه کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.

که څه هم وسله الو طالبان لا تراوسه ددغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي ، خو ادعا يې کړې چې په هلمند کې يې د بېلابېلو پېښو پرمهال ٩پوليس وژلي دي ، خو د هلمند امنيتي چارواکي د طالبانو دغه ادعا ردوي .

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.