ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روغتيايي کمپ کې د ارګو د زيانمنو درملنه کېږي

روغتيايي کمپ کې د ارګو د زيانمنو درملنه کېږي

author avatar
11 May 2014 - 14:19
روغتيايي کمپ کې د ارګو د زيانمنو درملنه کېږي
author avatar
11 May 2014 - 14:19

فيض اباد (پژواک ٢١ غويى ٩٣): د بدخشان د عامې روغتيا رياست د ارګو پېښې زيانمنو ته يو ستر روغتيايي مېشت غالى جوړ کړى او تر اوسه يې له دوو سوو ډېر کسان درملنه کړي دي.

د بدخشان د ارګو په اب باريک کلي کې د غويي مياشتې په ١٢مه نېټه د غره ښويېدنې له امله د اوو سوو کورنيو د بې ځايه کېدو ترڅنګ په سلګونو نورو کسانو تر خاورو او خټو لاندې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

له دې پېښې وروسته بې ځايه شوو کورنيو په غونډيو او لوړو ساحو کې په يخه هوا کې تر خېمو لاندې ژوند پيل کړ، چې له امله يې ښځې او ماشومان د سړې هوا او د څښاک اوبو د نشتوالي له امله په بېلابېلو ناروغيو اخته شول.

خو اوس په اب باريک کلي کې د وړيا روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره يو مېشت غالى جوړ شوى دى.

د بدخشان د عامې روغتيا رييس ډاکټر نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه کمپ کې د واکسيناسيون، روغتيايي خدمتونو، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او اميندوارو ښځو د درملنې په برخو کې لس ډاکټران کار کوي.

هغه زياته کړه، چې دغه کمپ پر ټولو روغتيايي معيارونو سمبال دى، د اميندوارو ښځو درملنه په کې تر زېږون وړاندې، د زېږون پر مهال او له زېږون وروسته کوي او کوچني عمليات هم په کې ترسره کېږي.

ډاکتر خاوري وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې چې کمپ يې جوړ کړى، د اميندوارو ښځو او په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په ګډون يې د ٢٢٠ کسانو وړيا درملنه کړې ده.

په دغه کمپ کې ميرلين موسسه او د روغتيا نړيوال سازمان WHO هم فعاليت لري او د خوړو نړيوال سازمان  WFP  پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته درمل او ځانګړي مواد ورکوي.

د ميرلين دفتر د روغتيايي برخې مسوول ډاکټر عبدالخليل وويل، چې هره ورځ په لسګونه ماشومان او ښځې چې ډېرى پر اسهال، سينه بغل او خوارځواکۍ اخته دي، درملنه کوي.

هغه زياته کړه، چې پر خوارځواکى اخته ١٨ ماشومان، چې مزمنه او حاده ناروغي لري، تر اوږدمهالې درملنې لاندې دي.

د خالقداد په نړن د پېښې يوه بې ځايه شوي، چې خپل ماشوم يې د درملنې لپاره راوړى و، وويل: ((دوې درې ورځې مو د څښاک اوبه نه درلودې، پنځه کلن زوى مې ويل چې نس مې درد کوي.))

هغه زياته کړه، چې اوس يې ډاکټرانو زوى کتلى، وړيا درمل يې ورکړي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه کېدو دى.

خالقداد وايي، که چېرې دغه کمپ نه وي جوړ شوى، نو ډېر امکان و، چې ماشومان يې ومري.

هغه زياته کړه، چې که چېرې روغتيايي کمپ نه واى، نو دوى اړ وو، چې ناروغان يې د بدخشان مرکز فيض اباد کې ولايتي روغتون ته وړى واى، چې دغه کار له يوې خوا ډېرو پيسو او له بلې خوا تر روغتون پورې د وخت ضايع کېدو لامل کېده.

ياده مېرمن چې ځان د شپږ کلن عتيق الله مور را پېژني، وايي: ((زوى مى بې حال او بې ځان دى، ورځ تر بلې کمزروى کېږي، اوس دلته راغلو، ډاکټر مې زوى وليد او ويل يې چې په خوارځواکۍ اخته شوى دى.))

دا مور وايي، چې ماشوم يې له تېرو دوو ورځو راهيسې تر درملنې لاندې و او د خوارځواکۍ ځانګړې خواړه او درمل ورکول کېدل.

د ويلو ده، چې د ارګو ناورين بې ځايه شوي د سرپناه او يوه خوندي استوګنځي او د خاور له ډېرۍ د خپلو خپلوانو د مړو د را ايستلو غوښتنه کوي.

دولت ژمنه کړې، چې د قربانيانو مړي به له خاورو را وباسي او بې ځايه شوو ته به په همدې ولسوالۍ کې يو ښارګوټى هم جوړ کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.