کابل (پژواک ٢١ غويى ٩٣): د زلمي رسول په مشرۍ د اعتدال، برابرۍ او رغونې ټېم د دويم پړاو په احتمالي ټاکنو کې په رسمي ډول د ولسمشرۍ له مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
زلمي رسول له ډاکټر عبدالله عبدالله سره نن (د غويي ٢١مه) په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، چې د خپل ټېم له غړو سره تر مشورې وروسته يې پرېکړه وکړه، چې د سياسي ثبات د ټينګښت او ملي يووالي د پياوړتيا لپاره له ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ وکړ.
زلمي رسول زياته کړه، چې له دغه تصميم سره يې د ټيم ټولو غړو هوکړه کړې او ځينو نورو بيا خپلو ګروپي او شخصي دريځونو ته په پام سره ونه غوښتل، چې د دوى له نظره ملاتړ وکړي.
د ويلو ده، چې په نننۍ ناسته کې د زلمي رسول لومړي مرستيال احمدضياءمسعود ګډون نه و کړى او يواځې دويمې مرستيالې حبيبې سرابي په کې ګډون درلود.
تر دې وړاندې د اسلامي حزب د شوراګانو په نامه يوې ډلې، چې دټاکنو په لومړۍ دوره کې يې له زلمي رسول څخه ملاتړ کړى و، خپل ملاتړ يې د ولسمشريزو ټاکنو له مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه اعلان کړ.
زلمي رسول وويل، چې د له ډاکټر عبدالله څخه يې د ملاتړ موخه له قومي کېدو څخه د ټاکنو مخنيوى دى.
ډاکټر عبدالله په خپلو خبرو کې د اعتدال، برابرۍ او رغونې د ټېم له دغه تصميم څخه هرکلى وکړ او ويې ويل، چې دا د افغانستان د خلکو د ارمانونو د پوره کېدو په برخه کې يو ګام دى.
عبدالله وويل، هغه ژمنې به پوره کړي، چې د ډاکټر زلمي رسول او د افغانستان له خلکو سره يې د ټاکنيز کمپاين پر مهال کړې دي.
نوموړي همدارنګه د ټاکنيزو شکايتونو پرکمېسيون غږ وکړ، چې خپل کارونه د قانون په رڼا کې پر روڼتيا سره ترسره کړي، چې د ده په خبره ياد کمېسيون دې کمېسيون د ټاکنو په پروسه نيمګړتياوې درلودې.
عبدالله د ټاکنو د دويم دور ټاکنو په تر سره کېدو کې د ځنډ او د دويم دور د ټاکنو د اوازو په اړه وويل، چې لا هم د ټاکنو په اړه ځينې پوښتنې نه دي ځواب شوې.
د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو له مخې، چې د غويي مياشتې په ٦مه اعلان اعلان شوې؛ ډاکټر عبدالله د ٤٤،٩ سلنه رايو په راخيستلو په لومړي، اشرف غني د ٣١،٥ سلنه رايه په اخيستلو په دويم او زلمي رسول د١١،٥ سلنه رايو په اخيستلو سره درېيم مقام خپل کړى دى.
د ويلو ده، چې تېره اونۍ د ولسمشرۍ يو بل نوماند ګل اغا شيرزى هم د ډاکټرعبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم سره يو ځاى شو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن