ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيضي : د زلمي رسول پرېکړه د هغه شخصي ده

author avatar
11 May 2014 - 17:57
author avatar
11 May 2014 - 17:57

کابل ( پژواک، ٢١ غويى ٩٣ ) : د ولسمشر وياند وايي، د عبدالله له ټيم  څخه د زلمي رسول   ملاتړ د هغه خپله پرېکړه ده او په دې اړه ولسمشر د تېرو ټاکنو په څېر  بې پلوه او له هېڅ کانديد څخه ملاتړ نه کوي.

د ولسمشر وياند اېمل فيضي دغه څرګندونې په داسې حال کې له پژواک اژانس سره  وکړې، چې د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر زلمي رسول نن ديوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ له مخکښ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

د ولسمشر وياند هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګوندې زلمى رسول د ولسمشر په مشوره له ډاکټر عبدالله سره يو ځاى شوى دى.

هغه زياته کړه : (( له ډاکټر عبدالله سره د ډاکټر زلمي رسول د يوځاى کېدو پرېکړه د هغه  خپل شخصي تصميم او حق ده. ))

د فيضي په وينا، زلمي رسول د خپلې نننۍ پرېکړې په اړه نه له ولسمشر ليدلي ، نه يې خبرې کړي ، نه ترې خبر و او په دې اړه ولسمشر  نن د رسنيو له لارې خبر شوى دى .

د ولسمشر وياند وايي ، دا د زلمي رسول حق دى، چې له چا سره يوځاى کيږي او له چا ملاتړ کوي .

نوموړي زياته کړه ، دا بايد ولس ته واضح وي ، چې ولسمشر د هيڅ کانديد ملاتړ نه کوي او نه يې کړى.

د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې ډاکټر زلمى رسول شاوخوا ١١ سلنه رايې ترلاسه او درېيم مقام يې خپل کړى دى.

د هغه لومړى مرستيال احمد ضياء مسعود په نننۍ غونډه کې ګډون نه درلود او ويل کېږي، چې هغه د زلمي رسول له دې پرېکړې سره مخالف دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.