ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٦٩ بنديان خوشې شول

٦٩ بنديان خوشې شول

author avatar
11 May 2014 - 18:57
٦٩ بنديان خوشې شول
author avatar
11 May 2014 - 18:57

ميمنه،ميدان ښار(پژواک، ٢١ غويى ٩٣):دولسمشرۍ رياست د فرمان له مخې د درېيو ښځوپه ګډون ٩٦ بنديان د ميدان وردګو او فارياب له زندنونو څخه خوشې شول.

د فارياب د استيناف څارنوالۍ رييس حبيب الله وثيق نن( د غويي ٢١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا بنديان د مجاهدينو د بري د کاليزې( د غويي اتمه) په مناسب نن د فارياب مرکزي زندان څخه خوشې شول.

 هغه زياته کړه، چې خوشې شوي بنديان په بېلابېلو جرمونو له يوه کال څخه تر څلور کلونو بند باندې محکوم وو.

د غورماچ اوسېدونکي تاج ګل،. چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوى و، وويل چې په څلور کاله بند محکوم شوى و او د دوو کلونو بند له تېرولو وروسته خپل کورته ستنېږي.

 د المار ولسوالۍ اوسېدونکى دين محمد، چې نږدې دوه کاله يې د تښتونې په تړاو په زندان کې تېر کړي او نن خوشې شو، وويل چې د زندان د پخواني مدير له تبديلۍ سره ، چې څو مياشتې وړاندې بدل شو په زندان کې قمار وهل او د نشه يي توکو پلور تر سره کېږي او هغه پيسې، چې  پايوازان يې د مصارفو لپاره بنديانو ته راوړي په قمار او نشه يي توکو ورکول کېږي.

 خو د محبس عمومي مدير سمونياراميرکلام پناه دا خبره رد کړه او د اړوندو ارګانونو يوه پلاوي پر وړاندې يې خوشې شوو بنديانو ته په وينا کې وويل، هره ستونزه ، چې ګورئ، له دوى  سره يې شريه کړئ، چې حل يې کړي، خو کوم بندي څه ونه ويل.

 هغه زياته کړه، چې په ميمنې زندان کې ٨٥ بنديان په نشه يي توکو روږدي دي، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې په ځانګړي ځاى کې تر جدي مراقبت لاندې دي، چې له دې ډلې يې ٢٠ تنه نن ددغو ٧٣ کسانو په ډله کې خوشې شول.

 د خوشې شويو کسانو په ډله کې د فرار په جرم بندي درې ښځې هم شاملې وې.

  نوموړى زياتوي، چې اوسمهال په دې زندان کې د ١٦ ښځو په ګدون  له ٧٣٠   زيات بنديان، شته ، چې ١٨٠ په کې د وسله والو طالبانو سره د تړاو په جرم بنديان دي.

د يوه بل خبر له مخې ، د ميدان وردګو ولايت له زندان څخه هم نن ٢٣ بنديان خوشې شول.

د ميدان وردګو مرستيال والي غزني ګل ځاځي  خوشې شويو کسانو ته په خطاب کې وويل، چې د بند له مودې څخه بايد عبرت واخلئ.

  ددې ولايت د محبس عمومي مدير مل پاسوال افندي رباطي پژواک ته وويل، چې دا کسان د مجاهدينو د بريا د کاليزې په مناسب( د غويي ٨ مه) د ولسمشر د فرمان له مخې خوشې شول.

 د ويلو ده، چې تېره اونۍ هم د بغلان له مرکزي زندان څخه د دوو ښځو په ګډون ٥٧ بنديان په داسې حال کې خوشې شول، چې د ځاى له تنګوالي او د برېښنا له نشتوالي يې شکايت کاوه.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.