کابل (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): يوناما په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعيت د اندېښنې په څرګندولو، د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل، چې له ماشومانو ناوړه ګټه وانخلي.
يادې څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) مشر يان کوبيش، د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون له مشرې سيما ثمر سره په ګډه خبري ناسته کې وکړې.
په دې کنفرانس کې سيما ثمر وويل، په تېر ١٣٩٢ کال کې په افغانستان کې ٥٧١٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ٢٨٤٤ تنه په کې وژل شوي او پاتې يې ټپيان دي، چې دا شمېرې د وړم کال (١٣٩١) په پرتله ٢،٨ زياتوالى ښيي.
دې زياته کړه، د ٥٧١٠ کسانو له ډلې ٨٥٦ ماشومان دي، چې ٢٨٤ يې وژل شوي او پاتې يې ټپيان دي، چې دا شمېره د وړم کال (١٣٩١) په پرتله ١٤،٩سلنه لوړوالى څرګندوي.
د هغې په وينا، په دې پېښو کې ٦٣ يې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو له لوري، ١٣٧ د ناپېژاندو کسانو (د سړک غاړې ماين چاودنو) او پاتې يې (٦٥٦) د دولت د مخالفينو له لوري ترسره شوې دي.
سيما ثمر وايي، په هېواد کې له ماشومانوڅخه له بېلابېلو لارو ګټه اخيستل کېږي، په جګړو کې ترې استفاده کېږي او له ځينو يې بيا ګاونډيو هېوادونو ته د نشه يي توکو د قاچاق په لېږدولو کې کار اخيستل کېږي.
نوموړې د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل، چې له ماشومانو په جګړه کې استفاده ونه کړي، دغه راز دې د سړک غاړې له ماين چاودنو او يا د استوګنې په سيمو کې له بمبار کولو څخه دې مخنيوى وکړي.
په دې خبري ناسته کې د يوناما مشر يان کوبيش وويل، په افغانستان کې جګړوا فغان ماشومان د وسله والو ډلو له ګواښ سره مخ کړي دي، دا ډلې له ماشومانو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
هغه زياته کړه، له ماشومانو په جګړې کې د فعال مشارکت په موخه په بېلابېلو لارو استفاده کېږي، چې دغه کار افغان ماشومان له خطر سره مخ کړي دي.
دى وايي: “جګړه د ماشومانو ژوند له منځه وړي، هغوى ته له جسمي او روحي پلوه ټکان ورکوي. په افغانستان کې ماشومان له جنګ او تاوتريخوالي پرته بل له هيڅ شي خبر نه دي، چې دا زما لپاره ټکان ورکوونکې خبره ده.”
د ده په وينا، له ماشومانو څخه د ناوړې ګټې اخيستنې د مخنيوي په موخه يې “په وسله والو جګړو کې د افغان ماشومانو د ساتنې” تر سرليک لاندې يو اثر په پښتو، دري او انګليسي ژبه چاپ او خپور کړى دى.
نوموړي په افغانستان کې د ماشومانو حالت د اندېښنې وړ وباله او د جګړې له ښکېلو غاړو يې وغوښتل، چې د ماشومانو ساتنې او خونديتوب ته پام وکړي.
د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي مشر وويل، د دوى کارکوونکي له وسله والو طالبانو او په جګړو کې له نورو ښکېلو لورو سره په اړيکه کې دي، ترڅو په جګړو کې ملکي وګړو په ځانګړي ډول ماشومانو ته زيان وانه ړوي.
يان کوبېش زياتوي، په سيمه ييزو پوليسو کې هم ماشومان استخدام شوي او له امنيتي ځواکونو غواړي، چې د پوليسو په ليکو کې د ماشومانو د ګومارنې مخنيوى وکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن