کابل (پژواک ٢٢ غويى ٩٣ ): د افغانستان د ” ګلف” ملي لوبډله د ګلف په نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه پاکستان ته روانه شوه.
د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټۍ له خوا د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې ګلف اماتور سيالۍ د غويي په ٢٣مه د سې شنبې په ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې پيل شي.
سرچينې زياته کړې، چې په دغو سياليو کې د ٢٠ هېوادونو ملي لوبډلې برخه اخلي او يوه اونۍ به ادامه لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان له لوري درې لوبغاړي برخه اخلي، چې له يوه روزونکي سره لاهور ته تللي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن