ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرخار کې لاسي بم چاودنې ښځه او خاوند وژلي

author avatar
12 May 2014 - 14:46
author avatar
12 May 2014 - 14:46

تالقان (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): د تخار امنيتي چارواکي وايي، چې د فرخار ولسوالۍ اړوند په يوه کور کې پر ښځه او خاوند لاسي بم چاودېدلى او وژلي يې دي.

د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور د غويي په ٢٢مه پژواک ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه نهه نيمې بجې د يادې ولسوالۍ په شينګان سيمه رامنځته شوې ده.

تيمور وايي، پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې، چې په وينا يې ښځه او مېړه، (ميراحمد او مريمه) له پخوا سره وران وو.

هغه وايي، دغه لاسي بم ميراحمد کور ته راوړى و، پر ځان او خپلې مېرمنې يې چاودولى دى.

د والي وياند وايي، د پېښې په اړه د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.

هغه زياتوي: ((په لومړنيو څېړنو کې مو معلومات ترلاسه کړل چې په دې کورنۍ کې له پخوا ځينې جنجالونه وو. د دغو شخړو له امله د ښځې او خاوند تر منځ اختلافات ورځ تر بلې ډېر شوي او لاسي بم د خاوند له لوري راوړل شوى او چوول شوى دى.))

دوه کاله مخکې هم د يادې ولسوالۍ په چرمګري سيمه کې، د ورته چاودنې له  امله  يو ۱۴کلن ځوان ووژل شو او د هغه د کورنۍ دوه نورغړي ټپيان شول.

د يو بل خبر له مخې، د زابل چارواکي وايي، چې تېره شپه دوه وسله وال هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل يې د کابل-کندهار پر لويه لار ماين ځاى پر ځاى کړي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د غويي په ۲۲مه  پژواک ته وويل، چې دغه کسان تېره شپه يوه بجه د کلات اړوند د زافرخېلو په سيمه کې د خپل ماين چاودنې وژلي دي.

نوموړى وايي، د دغو وسله والو جسدونه پوليسو کلات ته رالېږدولي دي.

بلخوا د ارغنداب ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالرحمن  پژواک ته وويل، چې تېره شپه د پوليسو او طالبانو تر منځ په يوه نښته کې يو طالب وژل شوى او جسد يې هم له دوى سره دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې نن يې د زابل په مرکز، شاه جوى، اتغر او ميزانه ولسواليو کې په بېلابېلو بريدونو کې تر لسو ډېر حکومتي سرتېري وژلي دي.

 خو د زابل امنيتي چارواکي وايي چې په شاه جوي او د مرکز کلات اړوند سيمو کې پر يو شمېر امنيتي پوستو ډزې شوې خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.