ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: نواندېش نور د ښاروال په توګه نه پېژنو

ولسي جرګه: نواندېش نور د ښاروال په توګه نه پېژنو

author avatar
12 May 2014 - 15:46
ولسي جرګه: نواندېش نور د ښاروال په توګه نه پېژنو
author avatar
12 May 2014 - 15:46

کابل (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې له دې وروسته محمد يونس نواندېش د کابل ښاروال په توګه نه پېژني، د دې جرګې غړي بايد تحصن پاى ته ورسوي، ولسمشر او لويه څارنوالي دې د ښاروال او تحصن کوونکو موضوع وڅېړي.

د ولسي جرګې ځينو غړو او د يو شمېر ښاريانو په ګډون د کابل ښاروال نواندېش او د دې ادارې د ځينو نورو چارواکو له دندې د ګوښه کولو په موخه د ښاروالۍ په انګړ کې د غويي په ١٣مه تحصن پيل کړى او په دې موده کې د کابل ښاروالۍ مرکزي دفتر هم تړلى دى.

 تحصن کوونکو، چې شمېر يې لسګونو کسانو ته رسيږي، د کابل ښاروالۍ پر وړاندې خېمې وهلې دي او د ښاروال په ګډون يې د کابل ښاروالۍ ځينې نور چارواکي د ځمکو پر غصب، په پراخ اداري فساد کې پر ښکېلتيا او د خپلسرو لوړ پوړو ودانيو د امر پر صادرولو تورن کړي او وايي، چې د ښاروالۍ د سړک جوړونې او ځينې نورې پروژې ټيټ کيفيت لري او پيسې يې هم بې ځايه لګول شوې دي.

 خو نواندېش دا ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي، چې په ولسي جرګه کې د خلکو ځينو استازو ځکه پر دغه کار لاس پورې کړى، چې ده يې غير قانوني غوښتنې نه دي منلې.

لويې څارنوالۍ د دې موضوع د څېړلو لپاره يو ١٢ کسيز پلاوى ګومارلى او تېره ورځ يې څېړنې پيل کړې دي.

د دې موضوع په اړه نن په ولسي جرګه کې په داسې حال کې اوږده او له لفظي شخړو سره مل بحثونه وشول، چې دې جرګې تېره شنبې پرېکړه کړې وه، چې نن (دوشنبې) به په دې اړه وروستۍ پرېکړه کوي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي عبدالقادر ځاځي نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د تحصن کوونکو په استازيتوب وويل، تحصن کوونکو ته د جرګې هره پرېکړه د منلو وړ ده.

هغه وويل، چې د جرګې غړو دغه تحصن د شخصي ګټو لپاره نه ، بلکې په کابل ښار کې د غير معياري سړکونو او لوړپوړيزو ودانيو او غيرقانوني ښارګوټو د جوړېدو او ځينو نورو ستونزو د مخنيوي په موخه کړى دى.

د ځاځي په وينا، تحصن کوونکي پر کابل ښاروال د پورې کړو ټولو تورونو په اړه کره اسناد لري او که څارنوالي کره څېړنه وکړي، نو کابل ښاروال مجرم پېژندل کېږي.

دى وايي، چې څارنوالي څو ځلې کابل ښاروال ته مکتوبونه استولي، تر څو د تحقيق لپاره حاضر شي خو تر اوسه نه دى حاضر شوى.

هغه په دې اړه يو مکتوب جرګې ته وښود.

هغه د ښاروال له خوا پر تحصن کوونکو د ناقانونه غوښتنو د لګېدلو تورونو په اړه وويل: ((پر تحصن کوونکو باندې که چا کوم غيرقانوني کار ثابت کړ، ما ته همدلته په دار وتړئ.))

ده دا هم وويل، چې د کابل ښاروالۍ دروازه تحصن کوونکو نه، بلکې ښاروالۍ تړلې او ښاروالي يې د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند سيمه کې د سرسبزۍ رياست ته لېږدولې ده.

د تحصن کوونکو له ډلې د ولسي جرګې بل غړي صاحب خان وويل، چې کابل ښاروال د ولسي جرګې له ځينو غړو سره ليدلي تر څو په جرګه کې يې پلوي وکړي.

هغه زياته کړه: ((په دې ډله کې يوه جنرال نظيفه ذکي ده، چې ښاروال ورته بلند منزل ورکړى، تر څو د ښاروال طرفداري وکړي.))

خو نظيفې ذکي بيا دغه څرګندونې رد کړې او ويې ويل، چې يواځې د موکلينو د ستونزو د حل په موخه کابل ښاروال ته ورغلې ده.

هغې زياته کړه: ((زه په کابل کې يو کور لرم، چې هغه د ډاکتر نجيب په وخت کې زما مېړه ته ورکړل شوى دى.))

په ياده جرګه کې د کندهار استازي عبدالرحيم ايوبي بيا وايي، چې د جرګې او ښاروالۍ تر منځ ټوله ستونزه د دې جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي جوړه کړې ده.

هغه د جرګې رييس ته وويل: ((جرګه تا بې عزته کړې، ښاروال ستا په کور کې وکيلانو ته لوچک وويل، ټوله ستونزه په تا کې ده، ښاروال مشکل نه لري.))

په ياده جرګه کې د ننګرهار استازي اميرخان يار هم ورته نظر لري او ابراهيمي ته وايي: ((ټوله ستونزه په تا کې ده رييس صاحب، غلا ته کوې، بدنامېږو موږ، دا موږ چې شرمېدلي يو ستا د لاسه دي.))

ده وويل، که د ولسي جرګې مشر له دندې ګوښه کړاى شي په ښاروال، ولسمشر او څارنوالۍ کې هېڅ ډول ستونزه نشته.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازي محمدنعيم لالي حميدزي هم وويل، چې ټوله ستونزه د ولسي جرګې مشر جوړه کړې او بايد له خپلې دندې استعفى ورکړي.

هغه ابراهيمي ته په خطاب کې زياته کړه: ((ښاروال، چې کله ستا په کور کې موږ ته لوچک وويل او که تا غوښتل، چې د دغه کور له عزته دفاع وکړې ، نو خپلو باډيګارډانو ته به دې ويلي وو، چې ښاروال يې ښه ډبولى واى.))

تر ډېرو بحثونو وروسته د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې هيڅ ډول غير قانوني کارونه يي نه دي کړي او له کابل ښاروال سره هم  هېڅ ډول ستونزه نه لري.

هغه زياته کړه: ((زه حوصله لرم، چې ستاسو نيوکې واورم، دا ستاسو مسووليت دى، چې زما نواقص په ګوته کړئ، زه له تاسو نه مننه کوم.))

ابراهيمي وويل، چې د افغانستان د حکومت او ولسي جرګې تر منځ تقابل په اوسنيو حالاتو کې د هېواد په ګټه نه دى او نور هم ستونزې ډېروي.

هغه وويل، چې اداري پلاوى به د جرګې په استازيتوب ورځي او د جرګې د غړو تحصن ته به د پاې ټکى ږدي.

ده زياته کړه: ((خو موږ تر دې وروسته نواندېش، د کابل د ښاروال په توګه نه پېژنو.))

ابراهيمي له ولسمشر او څارنوالۍ نه غوښتنه وکړه، چې ياده موضوع په جدي ډول وڅېړي.

د ولسي جرګې د مشر يادې څرګندونې د جرګې د غړو له لوري د لاسونو په پورته کولو سره تاييد شوې.

د يادونې ده، د تحصن کوونکو او ښاروال د موضوع په اړه د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د اميرخان يار او اقبال صافي، د الله ګل مجاهد او عبدالرحيم ايوبي او د محمدنعيم حميدزي لالي او د جرګې د منشي سيداکرام ترمنځ لفظي شخړې هم وشوې او يو شمېر وکيلان د جرګې د غونډې د اوږدېدو له امله د غونډو له تالاره ووتل.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.