ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې ١٥٠ سيمه ييز ښوونځي جوړيږي

پکتيکا کې ١٥٠ سيمه ييز ښوونځي جوړيږي

author avatar
12 May 2014 - 11:21
پکتيکا کې ١٥٠ سيمه ييز ښوونځي جوړيږي
author avatar
12 May 2014 - 11:21

ښرنه (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې به پر لومړي ځل ۱۵۰سيمه ييز ښوونځي پرانيستل شي.

سيمه ييز ښوونځي د پوهنې وزارت د الحاقيه ښوونځيو په نوم يادېږي، چې له لومړي ټولګي تر نهمه په لرې پرتو سيمو کې له زده کړو بې برخې ماشومانو ته د ښوونې او روزنې اسانتياوې برابروي.

د پکتيکا د پوهني رييس کوچي ځاځي د غويي په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ښوونځي د پوهنې وزارت په چوکاټ کې په هغو سيمو کې فعالېږي، چې له نورو ښونيزو مرکزونو له درېيو کيلو مترو ډېر واټن ولري.

د ځاځي په خبره، پکتيکا د هېواد د څلور دېرشو ولايتونو په منځ کې يوولسم ولايت دى، چې دغه پروګرام په کې پلى کېږي.

نوموړي وويل، په نږدې راتلونکي کې به دغه ښوونځي په سروبي، مټاخان او يحيى خېلو ولسواليو کې پرانيستل شي.

 د پوهنې رييس زياتوي: ((په يادو درېيو ولسواليو کې به يې په هر يوه کې پنځوس بابه ښوونځي چې ټولټال يوسل او پنځوس ښوونځي کېږي، فعال شي.))

هغه وايي، د دغه پروګرام مالي لګښت، چې د ښوونکو معاشونه او د زده کوونکو لپاره مواد دي، د جي، پي، اى موسسې له لوري ورکول کېږي.

 د پکتيکا د پوهنې رياست وياند محمدالله همت يار پژواک ته وويل، سيمه ييز ښوونځي په هغو سيمو کې جوړېږي ، چې ګڼ مېشته، لرې پرتې او ماشومان يې رسمي عمومي ښوونځيو ته لاسرسى ونه لري.

هغه وايي: ((دغه ښوونځي له دولتي رسمي ښوونځيو د درېيو يا له درې کيلومتره په ډېر واټن کې هغه مهال جوړېږي، چې هلته شل کورنۍ يا سل تنه استوګن وي او د سيمې خلک د ښوونځي جوړېدو ته لېوال وي.))

د مټاخان اوسېدونکى او قومي مخور ملک خان د سيمه ييزو ښوونځيو پرانيستل د خپلې سيمې لپاره اغېزمن او ګټور بولي.

هغه پژواک ته وويل: ((د ولسوالۍ يو شمېر کلي په غرنيو او لرې پرتو سيمو کې دي، له زده کړو بې برخې کليوال ماشومان به وکولای شي، په خپل نږدې سيمه ييز ښوونځي کې زده کړې پيل کړي.))

خو نوموړی غوښتنه وکړه، چې د پوهنې رياست بايد په عمل کې کار وکړي او دغه ښوونځي په وړ او مناسبو سيمو کې پرانيزي.

د پکتيکا د پوهنې رياست د چارواکو په خبره، په دغه ولايت ۳۴۴ ښوونځي فعال دي، چې۲۰۷ يې لومړني، ۵۹ منځني او ۵۸ لېسې دي، چې ټول ۱۴۲۰۳۴ زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.