ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار او هرات کې درې مېرمنې وژل شوې دي

تخار او هرات کې درې مېرمنې وژل شوې دي

author avatar
13 May 2014 - 15:26
تخار او هرات کې درې مېرمنې وژل شوې دي
author avatar
13 May 2014 - 15:26

تالقان-هرات (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): په تخار او هرات کې د کورني تاوتريخوالي له امله ٣ مېرمنې وژل شوې دي.

چارواکي وايي، چې يوه مېرمن  د خپل ناسکه زوى له خوا په تخار کې وژل شوې او په هرات کې دوو مېرمنو خپل ځانونه په دار ځړولي دي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د غويي په ٢٣مه پژواک ته وويل، چې تېر ماښام د تالقانو په شرکت څلورلاره کې، د کاملې په نوم يوه ٣٢ کلنه مېرمن د خپل ناسکه زوى له لوري ووژل شوه.

نوموړي خبريالانو ته وويل، چې د محمدعيسى په نوم دغه قاتل د خپلې ميرې له وژلو وروسته د هغې ګاڼه او يوه اندازه پيسې هم له ځان سره وړي او په تېښته بريالى شوى دى.

تيموري زياتوي: ((وژل شوې مېرمن “زندۍ” شوې . د محمد عيسى په نوم د هغې ناسکه زوى يو لک او شل زره افغانۍ، د سروزرو ۸ ګوتمۍ، درې لښتۍ او يو لاس بند له ځان سره وړي دي.))

ده وايي، چې تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دى معلوم ،خو د څرنګوالي په تړاو يې څېړنې روانې دي.

د تخار د ښځو چارو رييسه رزم ارا حواش پژواک ته وويل، د وژل شوې مېرمنې ناسکه زوى وزګار و او له هغې سره له مخکې وران هم وو.

هغه له پوليسو غواړي ، چې ژر تر ژره دې د وژل شوې مېرمنې قاتل ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

بلخوا د هرات چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کورني تاوتريخوالي په بېلابېلو پېښو کې دوو مېرمنو خپل ځانونه په دار ځړولي دي.

د هرات د عامې روغتيا روغتون وياند محمدرفيق شېرزي پژواک ته وويل، چې تېره ورځ ورته د ګذرې ولسوالۍ د ابلوليد له سيمې د يوې ٢٠ کلنې ښځې مړى راوړل شوى، چې په دار ځړول شوې ده.

شېرزي همدا راز زياته کړ، چې د يوې بلې ورته پېښې له امله د هرات ښار اړوند د “انصاري واټ” له سيمې هم د يوې ٢١ کلنې مېرمنې مړ‌ى ور وړل شوى دى.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک ته وويل، په دې تړاو يې جدي پلټنې پيل کړې دي.

احمدي وويل، په دغه ولايت کې دغسې پېښې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.