تالقان (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): د تخار د مرکز تالقانو او هزار سُمچ ولسوالۍ ۴،۵ کيلومتره سړک د پخولو چارې پيل شوې.
چارواکي وايي، له دغه سړک څخه به د تالقانو او هزار سُمچ ولسوالۍ څه باندې۶۰ زره کورنۍ ګټه اخلي او د رستاق او بهارک ولسوالۍ به هم له تالقانو سره ونښلوي.
د تخار مرستيال والي محمدفريد ذکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سړک د تالقانو له بېګ اباد سيمې پيل شوى، بيا تر هزار سُمچ ولسوالۍ غځېږي.
ذکي وايي، پر دې پروژې دالمان د پرمختيايي بانک “kfw” ۲ميليونه او ۷سوه زره امريکايي ډالر لګښت راځي، چې د سيمې د بنسټيزې پراختيا پروګرام (ridf ) له خوا يې څارنه کېږي.
مرستيال والي وايي: ((دا ډېره مهمه پروژه ده، له دغه سړک څخه د سرايسنګ په څېر د لويو کليو زده کوونکي، کروندګر او ګڼ شمېر خلک به ترې ګټه اخلي.))
د تخار دفوايد عامې رييس انجنير عبدالرووف عبيدي وايي، د دغه سړک په درې نيم کيلومتر باندې کرېړ او په پاتې يو کيلومتر يې جغل اچول کېږي.
عبيدي پژواک ته وويل، دا په تخار کې له مهمو پروژو بلل کېږي ، چې ډېر شمېر کسان به ورڅخه ګټه واخلي او سلګونو نورو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
نوموړي زياتوي: ((دغه سړک به ۹ متره پلن وي، ۴نيم سانتي متره کرېړ پرې اچول کېږي، په اږدو کې يې ۲۴۰۰ متره پخې ويالې، ۲۶ پولګوټي او سل متره استنادي دېوالونه هم جوړېږي.))
د تالقانو د سرايسنګ سيمې اوسېدونکي ۶۰ کلن طلا محمد، چې په همدې پروژه کې کار کوي وايي: ((ددغې لارې ډېره برخه خرابه ده، که جوړه شي خلکو ته به ډېرې اسانتياوې برابرې شي.))
المان تر دې مخکې هم په شمال او شمال ختيځ زون کې د دولتي ادارو وړتيا لوړولو، د سيمه ييزې حکومتولۍ د پرمختيا او په بيارغونه کې ګڼ شمېر پروژې پلې کړې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن