ښرنه-غزني (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): د پکتيکا او غزني ولايتونو د بېلابېلو پېښـو په ترڅ کې ١٢ وسله وال او يو ماشوم وژل شوي، ٤ ملکي وګړي او ١١ وسله وال ټپيان شوي دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل د غويي په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر ماښام ۷بجې وسله والو پلان درلود، چې د سرروضې ولسوالۍ د سرروضې او مارزکو کليو ترمنځ د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وکړي ، خو د پوليسو له کمين سره مخ شول.
نوموړى وايي، په نښته کې٦ وسله وال ووژل شول او٧ نور ټپيان شوي دي.
هغه وايي، په وژل شوو کې ځينې پاکستاني وسله وال هم شامل دي، خو د هغوى د شمېر په اړه يې څه ونه ويل.
بلخوا د دغه ولايت د شکين په ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو د ټولي قوماندان رازمحمد مخلص پژواک ته وويل، تېره شپه ۱۲بجې يو شمېر وسله والو د سرحدي پوليسو پر پوسته بريد وکړ.
هغه وايي: ((د سرحدي پوليسو په ځوابي دوه ساعته ډزو کې٦ وسله وال، چې بهرنيان هم په کې شامل دي، وژل شوي او٤ تنه ټپيان شوي دي.))
چارواکي وايي، په دغو نښتو کې پوليسو او ولسي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
بلخوا د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک ته وويل، چې تېره شپه د ده يک ولسوالۍ د رباط په سيمه کې د يوه هاوان د لګېدو له امله يو ماشوم وژل شوى او څلور تنه نور ټپيان دي.
ننګ وايي، دغه هاوان د وسله وال له لوري را توغول شوى دى.
وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن