ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د غره ښويېدنې له وېرې ٥٠ کورنۍ بېځايه شوي

سمنګان کې د غره ښويېدنې له وېرې ٥٠ کورنۍ بېځايه شوي

author avatar
13 May 2014 - 15:48
سمنګان کې د غره ښويېدنې له وېرې ٥٠ کورنۍ بېځايه شوي
author avatar
13 May 2014 - 15:48

مزارشريف (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): په سمنګان ولايت کې د غره ښويېدنې له امله ٥٠ کورنۍ بې ځايه شوي، خو تر اوسه يې کوم زيان نه دى اړولى.

دا پېښه د دغه ولايت د دره صوف بالا په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي  حسني د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون د غرمې په دوولسو بجو د دې ولسوالۍ په برجه حسني سيمه کې يوه وړوکي غر پر ښويېدو پيل کړى دى.

هغه زياته کړه، چې د دغه غره په ځينو برخو کې درزونه شوي او بيا يې يوه برخه ښويېدلې او اوس هم جريان لري.

د ولسوال په وينا، د ده غره په لمنه کې ٥٠ کورونه ، چې تر جدي ګواښ لاندې وو، بلې خوندي سيمې ته بې ځايه شوي او د خپلو کورونو اړوند ټول توکي يې هم له ځان سره لېږدولي دي.

حسني وايي ، چې دا سيمه د ولسوالۍ له مرکز څخه په ٢٠ کيلومترۍ کې د سوېل لوري ته موقعيت لري.

هغه زياته کړه، چې د ولايت مقام ته يې خبر ورکړى او هغوى سيمې ته يو پلاوى رالېږلى او پېښه يې له نږدې کتلې ده.

دى وايي، چې په ځينو کورونو کې درزونه هم شوي، خو اوسېدونکي يې وتلي دي.

د ولسوال په وينا، اوس د غره ښويېدنه يو څه کمه شوې او که چېرې دا ادامه پيدا کړي، نو په نږدې سيمه کې ٢٠٠ نور کورونه هم تر ګواښ لاندې راځي.

حسني وايي، چې يوولس کاله مخکې هم په دې سيمه کې د غره ښويېدنې له امله لسګونه کورونه ړنګ شوي وو.

د يادونې ده ، چې څه موده مخکې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د غونډۍ ښويېدنې له امله سلګونه کسان مړه او لسګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.