ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې يوه ډله وسله وال نيول شوي

بغلان کې يوه ډله وسله وال نيول شوي

author avatar
14 May 2014 - 16:52
بغلان کې يوه ډله وسله وال نيول شوي
author avatar
14 May 2014 - 16:52

کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): کورنيو چارو وزارت وايي، چې بغلان ولايت کې يې د وسله والو مخالفينو د دوو قوماندانانو په ګډون اوه کسان نيولي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په کابل کې نن يوې خبري ناستې ته وويل چې دغه کسان د بغلان ولايت د ډنډغوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه اونۍ وړاندې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پوليسو نيولي وو.

هغه څرګنده کړه، چې د دوى په ډله کې د ملا غيور او ملا جانان په نومونو د وسله والو مخالفينو دوه قوماندانان هم شامل دي.

د هغه په وينا، د عملياتو په ترڅ کې د دې ډلې څلور نور کسان وژل شوي دي.

صديقي زياته کړې، چې له دغو کسانو لس ميله بېلابېل ډول وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت زياته کړه، چې دغو کسانو د څېړنو پر مهال پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او ويلي يې دي، چې د پاکستان د استخباراتو په امر يې د بغلان ولايت په اړوند سيمو کې ورانکارې کړنې ترسره کولې.

همدارنګه نوموړي څرګنده کړه، چې دغو کسانو د ترهګريزو بريدونو، د ماين چاودنو او د ملي اردو او پوليسو پر پوستو د بريدونو، د سر غوڅولو او د ټاکنو پروسې د ګډوډولو ترڅنګ په نورو ٤٠ مواردو کې هم لاس درلود.

صديقي وويل، چې دغو کسانو په وروستيو څو کلونو کې ٦٠ سرتېري او ١٥ ملکي وګړي وژلي دي.

نوموړي که څه هم له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې دغو کسانو ته دې د خپلو اعمالو سزا ورکړي، خو زياته يې کړه چې ملي پوليس به د وسلوالو مخالفينو پر وړاندې خپل عمليات نور هم ډېر کړي، تر څو د دولت وسوال مخالفين وځپي.

هغه زياته کړه، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ملي پوليسو د عملياتو په ترڅ کې ١٠٥ وسلوال مخالفين  وژل شوي او لس نور يې نيول شوي دي.

هغه څرګنده کړه، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو يو ډک موټر هم کشف او تر لاسه شوى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.