ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شخصي جامو وسله والو د خوست ښاريان اندېښمن کړي

د شخصي جامو وسله والو د خوست ښاريان اندېښمن کړي

author avatar
14 May 2014 - 13:49
د شخصي جامو وسله والو د خوست ښاريان اندېښمن کړي
author avatar
14 May 2014 - 13:49

خوست (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): خلک وايي، چې په خوست ښار کې د شخصي جامو وسله وال ډېر شوي او اندېښمن کړي يې دي، خو چارواکي بيا دغه وسله وال خطرناک نه بولي او وايي چې ډېرى يې وظيفوي مسووليت لري.

د خوست ښاريانو ويلي، چې په شخصي جامو کې د مسوولو او نامسوولو وسله والو ترمنځ توپير نه شي کولای او دا د خلکو د اندېښنې لامل شوي دي.

هغوى زياته کړې، د شخصي جامو لرونکي وسله وال ډېر هغه کسان دي، چې د ټاکنو پر مهال د ولايتي شورا کانديدانو ورته د خپلو ساتونکو په توګه د وسلو ګرځولو جوازونه اخيستي دي.

د دغه ولايت يوه اوسېدونکي اکبر ولي پژواک خبري اژانس ته وويل، داسې ښکاري چې د دغو وسله والو شمېر په ښار کې د موظفو پوليسو په پرتله ډېر دی او د ښار په هره برخه کې تر سترګو کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې ډېرى دغه وسله وال اوږدې څڼې لري، پکولونه يې پر سر کړي او ګرېوانونه يې هم خلاص وي.

اکبر ولي وويل: ((موږ ته دا معلومات نه کېږي، چې دا طالب دى، د جنايي کس دى او که د ملي امنيت غړی دى، خو په ښار کې يې د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې ده.))

د خوست ښار په سرګردان چوک کې يوه هټۍ وال ګل ولي شاه پژواک ته وويل، چې په ښار کې د شخصي جامو د وسله والو په ليدو سړی نا ارامۍ احساس کوي.

نوموړي له امنيتي چارواکو په ځانګړي ډول د امنيې له قوماندانۍ غوښتنه وکړه، چې په ملکي جامو کې وسله وال تر جدي څار لاندې ونيسي او هر چا ته د وسلې ګرځولو جواز ورنه کړي.

ګل ولي شاه په دې اړه زياته کړه: ((د امنيتي ځواکونو تر څنګ په ښار کې په شخصي جامو کې د وسله والو ګرځېدل د دې لامل ګرځي، چې اخر دوکان وتړم او په کور کېنم.))

د خوست د مرکز د لکڼو يوه اوسېدونکي نورعلي، چې د خوست له امنيې قوماندانۍ يې د شخصي دښمنۍ پر بنسټ د کلاشينکوف ګرځولو جواز اخيستی، پژواک ته وويل، چې دغه کار يې د مجبورۍ له امله کړی دی.

خو نورعلي زياته کړه، د دې له امله، چې څوک ترې د وېرې احساس ونه کړي، مخکې له دې چې ښار ته دننه شي، ټوپک په يو پټ ځاى کې ږدي.

نوموړي له ټولو هغو کسانو، چې د وسلو ګرځولو جوازونه اخيستې، غوښتنه وکړه، چې د خلکو د ارامۍ لپاره دې ښار ته له وسلو سره يو ځای نه ننوځي.

نوموړي وويل: ((وسله وال کسان، چې کله ښار ته ننوځي، بايد خپلې وسلې په يوه خوندي ځای کې کېږدي، ځکه خلک دا فکر کوي، چې دغه سړی به څه ستونزه جوړه کړي.))

د خوست د ولايتي شورا رييس سيدکريم خاکسار پژواک ته وويل، د ده د معلوماتو له مخې، په ښار کې په شخصي لباس کې ډېرى وسله وال د کمپاين يا د ځانګړو ولايتي ځواکونو غړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه خلک د ځان ژغورنې لپاره د رخصتۍ پر مهال په شخصي جامو کې وسلې له ځان سره ساتي او دا د دوی لپاره جدي اړتيا ګڼل کېږي.

خاکسار وويل، چې دوه ورځې وړاندې يې هم د امنيې قوماندانۍ له مسوولينو سره د خلکو پر وړاندې د يادې ستونزې د حل په اړه خبرې کړې، چې په اړه به يې کوټلي ګامونه واخيستل شي.

خو نوموړي زياته کړه، تر هغو چې د کمپاين ځواکونه په خوست کې مېشت وي، ګومان نه کوي، چې دغه ستونزه دې په بشپړ ډول حل کړل شي.

بلخوا د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمديعقوب مندوزي له پژواک سره په خبرو کې د شخصي جامو د وسله والو د شتون پخلی وکړ، خو ويې ويل، چې دغه کسان نامسوول نه، بلکې ډېرى يې وظيفوي مسووليت لري.

يعقوب وويل، چې په دغو وسله والو کې د کمپاين امنيتي کسان هم شته، چې د رخصتۍ پر مهال ښار ته راځي، خو مخنيوى يې په دې نه شي کولى چې هغوى د ځان ساتلو لپاره له ځان سره وسلې ګرځوي.

نوموړي زياته کړه، چې ځينې نورې امنيتې ادارې هم په شخصي جامو کې يو شمېر وسله وال لري، چې د خپلو امنيتي ادارو له لوري پر دندو ګومارل شوي دي.

پژواک اژانس هڅه وکړه، چې په ياده برخه کې په خوست کې د کمپاين يا د ولايتي ځانګړو ځواکونو د مسوولينو غبرګون هم واخلي، خو بريالی نه شو.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک ته وويل، چې ولايت مقام له ټولو امنيتي ادارو سره خبرې کړې او دا پرېکړه يې کړې، چې له دې وروسته بايد په ښار کې په ملکي لباس کې نامسوول وسله وال ونه ليدل شي.

نوموړي زياته کړه، که په شخصي جامو کې هر وسله وال له خپلې امنيتي ادارې د رخصتۍ فورمه ونه لري، نو د امنيتي ځواکونو له جدي غبرګون سره به مخ شي.

ځدراڼ وويل، ولايتي ادارې په ډېر وضاحت پرېکړه کړې، چې د هرې امنيتي ادارې کاکوونکى بايد په ملکي جامه کې د رسمي ټکټ رخصت ولري، که داسې نه وي، نو سلاح به يې ضبط او دی به تر قانوني څار لاندې ونيول شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.