ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې کتاب نندارتون پرانيستل شو

author avatar
14 May 2014 - 18:37
author avatar
14 May 2014 - 18:37

تالقان (پژواک، ٢٤ غويى ٩٣): کتاب سره د ملګرتيا او مطالعې سره د خلکو د مينې ډېرېدو په موخه، د تخار ولايت په تالقانو کې د کتابونو نندارتون جوړ شوی دى.

دغه نندارتون نن د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او په تالقانو کې د ځينو کتاب پلورنځيو له لوري جوړ شوی و.

 د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عاقبت الله اديبيار د غويي په ٢٤مه، د دې نندارتون د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه نندارتون چې په زرګونو ډول ډول کتابونه په کې نندارې ته وړاندې شوي، يوه اونۍ به دوام وکړي.

هغه هيله څرګنده کړه، چې د دغه ډول کتاب نندارتونو په جوړولو سره، په خلکو او  په ځانګړې توګه په ځوانانو کې مطالعه دود او کتاب سره يې لېوالتيا ډېره کړي.

ده زياته کړه: ((کتاب او مطالعې سره د خلکو په ځانګړې توګه د ځوانانو لېوالتيا کمه شوې ده، ځوانان په نورو مسايلو بوخت دي، موږ هڅه کوو چې د دغه ډول نندارتونو په جوړولو سره د ځوانانو پام کتاب او مطالعې ته واړوو.))

اديبيار وايي، په دغه نندارتون کې کلتوري، ديني، ټولنيز، ادبي، سياسي او تاريخي کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

د ابو عثمان تالقاني د لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکی ذبيح الله نوري، چې دغه نندارتون ته راغلی، وايي، دلته يې ډېر شمېر کتابونه وليدل چې ده فکر هم نه کاوه، چې په دې برخه کې به کتاب ليکل شوی وي.

نوري وايي، ده خپله هم درې کتابونه اخيستي او غواړي چې مطالعه يې کړي.

هغه وايي، نن ورځ ځوانان د تلويزيونو، سريالونو په کتلو او په بې ځايه لوبو کې خپل وخت هسې تېروي، پر ځای يې کولی شي چې کتاب هم ولولي.

د دغه نندارتون يو ګډونوال او د تالقانو ښار د ډاکټر سيد حسين شهيد د لېسې د پښتو ژبې ښوونکی ميرولي خان وايي: ((په دغه نندارتون کې يو پښتو، ازبکي او يا هم انګليسي کتاب نشته، ټول دري او د ايران چاپ کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.))

هغه وايي، بايد د دري ژبو کتابونو ترڅنګ د نورو ژبو، په ځانګړې توګه پښتو کتابونه هم بايد مينه والو ته يې نندارې ته وړاندې شوي واى.

ده زياته کړه: ((ټول فارسي او دري کتابونه دي، ۸۰ سلنه يې د ايران چاپ کتابونه دي. د پښتو او ازبکي کتابونه بېخي نشته. بايد ژبې له پامه ونه غورځول شي.))

په همدې مهال بيا يو کتاب پلورونکی زين الدين، چې دغه نندارتون ته يې په زرګونو ټوکه کتاب راوړي، وايي، هغه کتابونه يې نندارې ته وړاندې کړي، چې ډېر رانيول کېږي او ښه بازار لري.

هغه وايي: ((زه سوداګر يم، ژبې راته اهميت نه لري، بازار راته مهم دی، چې يوڅه پيسې لاسته راوړم. د کتاب نندارتون، سربېره پر دې چې معنوي اړخ لري، مطالعې سره د خلکو لېوالتيا ډېرېږي، د کتاب پلورنځيو بازار هم وسره تودېږي.))

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.