ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د ملي امنيت يو افسر ووژل شو

په هرات کې د ملي امنيت يو افسر ووژل شو

author avatar
14 May 2014 - 12:14
په هرات کې د ملي امنيت يو افسر ووژل شو
author avatar
14 May 2014 - 12:14

هرات ښار (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): ناپېژانده وسله والو په هرات ښار کې د ملي امنيت يو کارکوونکى وژلى دى.

د هرات والي سيد فضل الله وحيدي  د غويي په ٢٤مه خبريالانو ته وويل چې دا پېښه پرون له ماښام وروسته د هرات ښار اړوند د باى حصار په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، دوو موټرسايکل سپرو مخ پټو وسله والو په ياده سيمه کې د ملي امنيت پر يوه کارکوونکي مصطفى  رحمتي ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.

د والي په وينا، وژل شوى کارکوونکى جګړن و، خو بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي دي.

والي په دې وروستيو کې د ترور  د مخ په زياتېدونکو پېښو په اړه وويل چې له اردو پرته د دغه ولايت په امنيتي ادارو کې د ډېر فساد له امله دا پېښې زياتې شوې دي.

هغه زياته کړه، هڅه يې پيل کړې، چې د فساد مخنيوى وکړي، خو د هغو ادارو چې فساد دى په کې نومونه وانه خيستل.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.