ترينکوټ (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): د اروزګان امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت يوه پوليس خپل پنځه ملګري په ډزو وژلي دي.
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي عبدالرازق د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ د ورجان په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، يوه تن چې له پوليسو سره يې په پوسته کې دنده ترسره کوله او له وسله والو طالبانو سره يې تړاو درلود، پر نورو پوليسو هغه مهال ډزې وکړې، کله چې هغوى د ماخوستن ډوډۍ خوړله.
د ده په وينا، له دغې پېښې وروسته، نور وسله وال طالبان يادې پوستې ته ورغلي او د پوليسو وسلې يې هم له ځانه سره وړې دي.
هغه وايي، ياد شوى پوليس هم له طالبانو سره په تېښته بريالى شوى دى.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک سره په خبرو کې د دغې پېښې مسووليت منلى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن