ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى: غني خان بايد نړۍ ته ور وپېژنو

author avatar
15 May 2014 - 17:08
author avatar
15 May 2014 - 17:08

کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩٣): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې انسان پالنه، د تعليم وده او د افراط او تفريط له منځه تلل، د غني خان هيلې وې.

نوموړي دغه څرګندونې د پښتو ژبې او ادب د ستر شاعر عبدالغني خان د زېږېدنې د سلمې کاليزې د نمانځنې د علمي سيمينار په پرانيست غونډه کې وکړې.

د نوښتګر شاعر عبدالغني خان د سلمې کاليزې په وياړ دوه ورځنى علمي- څېړنيز سيمينار نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د ملي راډيو تلويزيون په تالار کې پيل شو.

غني خان د خان عبدالغفار خان زوی دی، چې په ۱۹۱۴ کال د کوزې پښتونخوا د اشنغر د اتمانزو د خوازيخېلو په قبيله کې زېږېدلی و او په ١٩٩٦ز کال ومړ.

ولسمشر حامد کرزي د پښتو ژبې د نوميالي شاعر عبدالغني خان د شاعرۍ او د ازادۍ غوښتنې لوړې روحيې ته د اشارې په ترڅ کې وويل، غني خان چې په کوم ماحول کې را لوی شوی، د هغه پر شاعرۍ يې ژور اغېز کړی دی.

هغه زياته کړه: “د غني خان فلسفي او نازک خياله شاعري د يو ډېر خاص ماحول محصول دی، چې له ده څخه يې د لوړو خيالونو شاعر جوړ کړی دی. په شعر کې د ده نازک خيالي، عواطف، سياسي افکار، له ښکلا او ژوند سره مينه، ټول د دغه خاص او مغلق ماحول زېږنده ده. په دغه ماحول کې ټول هغه عوامل موجود وو، چې يو انسان په ډېره ښه او کامله توګه په کې روزل کېدلای شي. نو غني خان هم ښه شاعر، نقاش، ليکوال او جذباتي شو.”

د ده په خبره، انسان پالنه، د تعليم وده، د افراط او تفريط له منځه تلل او د يوې بسيا ټولنې رامنځته کېدل د غني خان هيلې وې چې په دې لاره کې يې زندانونه هم تېر کړل.

ولسمشر زياتوي، غني خان د پښتو شاعرۍ ستر او ځلانده ستوری دی، حق يې پر دې ژبې او پر دې سيمې ډېر دى، خو دا حق په هغه توګه چې بايد ادا شوی وای، نه دی ادا شوی.

د ده پېژندګلوي چې بايد په عامه او پراخه توګه شوې وای، تر اوسه نه ده شوې.

حامد کرزى وايي، دا زموږ دنده ده چې دې پېژندګلوۍ ته هم ځان او هم نوموړی ورسوو. نه يواځې دا چې افغانستان، پاکستان او دې سيمې، بلکې نړۍ ته غني خان ور وپېژنو.”

ولسمشر کرزي په دغه سيمينار کې د غني خان څو شعرونه هم ولوستل.

په دې غونډه کې د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مرکزي لارښود او وتلي سياستوال افضل خان لالا وويل، چې دى په افغانستان کې د کوربه په توګه احساس کوي نه د مېلمه او هېڅکله د لر او بر موضوع ده ته د منلو وړ نه ده.

هغه زياته کړه: “زه چې په افغانستان او په ځانګړي ډول کابل کې يم، هېڅکله ځان پردى نه ګڼم، زه دلته کوربه يم، افغان يم. زه دلته ځان مېلمه نه ګڼم.”

افضل خان لالا وايي: “د لر او بر خبره چې ځيني کسان کوي، دا چيغه پر ما داسې لګي، لکه په ګولۍ مې چې څوک ولي؛ ځکه چې د افغانانو په خاوره افغانستان کې، چې کوم احمدشاه بابا جوړ کړى و، هغه کې داسې غر، سيند او څه نشته، چې له هغه نه بر ته دې بر وويل شي او له هغه نه لاندې ته دې لر وويل شي، دا موږ په لا شعوري توګه هغه د انګرېز عمل قبلوو.”

د ده په وينا، له ١٨٩٣ راپه دېخوا پښتون قوم نشته، خو پښتانه شته؛ دا داسې دى، لکه د يو چا يواځې پښو يا لاسونو ته سړى نه شي ويلى کېدلى، اوس چې پښتون قوم ټوټې ټوټې دى، هغه ته هم پښتون قوم ويلى نه شو.

هغه وايي: “راځئ چې يوه وعده وکړو او هغه دا چې، موږ سره چې غاصب کوم عمل کړى، دا طوق او پړۍ به له خپل ګرېوانه وباسو او غورځوو به يې.”

بايد وويل شي، چې د ډيورنډ تحميلي کرښه په ١٨٩٣زېږديز کال د افغانستان پر زړه راکش شوه او برېتانويانو د هغه وخت د برېتانوي هند او افغانستان ترمنځ پوله وبلله، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.

په دغه سيمينار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دوکتور مخدوم رهين د غني خان په اړه وويل، چې نوموړى هغه شاعر او ويناوال و، چې د بڼې، مضمون او منځپانګې له مخې يې په پښتو ادب کې ژور بدلون راوست او خپله ځانګړې ادبي لاره يې رامنځ ته کړه.

د هغه په خبره، ادبي څېړونکي غني خان داسې نوښتګر هنرمند بولي چې هم شاعر و، هم ليکوال او هم پياوړى انځورګر.

ده زياته کړه، هغه يو ازادخياله نوښتګر شاعر او انځورګر و، چې په شعر او هنر کې يې د ژوند بېلابېلې خواوې په ژوره او رنګينه بڼه منعکسې کړې. له دې وراخوا هغه يو هېوادپاله انسان و.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وايي، په پښتو ادبياتو کې د غني ارزښت او اهميت ته په کتو، د واټونو د نومونې په کمېسيون کې پرېکړه وشوه، چې کابل ښار کې يو واټ د غني خان په نوم ونوموي.

بايد روښانه شي چې په دغه علمي سيمينار کې د کوزې پښتونخوا يو شمېر سياستوالو او مخکښو څېرو هر يو افضل خان لالا، افراسياب خټک، شميم مشاهد، ځلاند مومند، رحمت شاه سايل او د غني خان لمسي مشعل خان، سربېره د علومو اکاډمۍ غړو، ليکوالو، شاعرانو، علمي او فرهنګي شخصيتونو ګډون کړی و.

په دغه سيمينار کې نن د غني خان د شاعرۍ او د هغه د سياسي او فرهنګي شخصيت په اړه ويناوې وشوې او ټاکل شوې چې دغه سيمينار به سبا هم دوام وکړي.

Visits: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.