کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩٣): د ولسمشرۍ ټاکنو مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې د ټاکنو وروستۍ پايلې ورته د منلو وړ دي او دوهم پړاو ټاکنو ته چمتو دى.
عبدالله د وروستيو پايلو له مخې، تر ټولو ډېرې رايې ترلاسه کړي او نوموړي نن مازيګر ٥:٣٠ بجې يوې خبري ناستې ته وينا وکړه.
هغه وويل، چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې شکايتونو ته د لاسرسي او د رايو شمېرنو په برخو کې يو لړ ستونزې موجودې وې او له همدې امله د دوهم پړاو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره په ټاکنيزو کميسيونونو کې د اړينو اصلاحاتو غوښتنه کوي.
د ولسمشرۍ دغه نوماند د دې خبرې د څرګندولو تر څنګ، چې اوسمهال د هغه ټيم جامع، لوى او پراخ شوى، زياته کړه، چې د خداى په مرسته او د خلکو په همت ډاډمن دى، چې په دوهم پړاو ټاکنو کې به بريالى کېږي.
عبدالله وويل، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د خلکو ډېرې ونډې ټول خلک حيران کړل او زياته يې کړه، باور لري چې خلک به په دويم پړاو ټاکنو کې هم پراخ ګډون وکړي.
هغه له ټاکنيزو څارونکو او د افغانستان له ټاکنو څخه د نړيوالې ټولنې له ملاتړ هرکلى وکړ او د ټاکنو پروسې ته يې د افغانستان د ثبات د بنسټ د ډبرې نوم ورکړ، خو څرګنده يې کړه، که چېرې دغې لړۍ ته زيان واوړي، نو د هېواد ثبات به هم له خطر سره مخ شي.
د عبدالله له خبري ناستې وړاندې، د هغه بل سيال اشرف غني احمدزي هم د ټاکنو له وروستيو پايلو هر کلى وکړ او ويې ويل، چې دوهم پړاو ټاکنو کې ګډون ته چمتو دى.
اشرف غني د ډاکټر عبدالله ټيم ته په اشارې سره وويل، چې د ټاکنو په اړه بايد د ګواښ له ژبې کار وانخلي او خلک دې پرېکړې کولو ته پرېښودل شي.
د بدلون او تدوام ټيم مشر، د ټاکنيزو کميسيونونو په درغلۍ کې يو شمېر تورنو کارکوونکو ته جزا ورکول او زنداني کول، د ځينو واليانو او قوماندانانو د دندو ځنډول هغه څه بللي، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې يې درغلۍ کړې او بايد خپله سزا وويني.
اشرف غني، له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې د تېر په څېر خپله بې پلوي وساتي او خپل بې پلويتوب د حکومت پر بې پلوۍ بدل کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د ورستيو پايلو له مخې، چې نن د ټاکنو کميسيون د مشر محمد يوسف نورستاني له لوري اعلان شوې، کوم نوماند ٥٠+١ سلنه رايه نه ده تر لاسه کړې او له همدې امله ټاکنې دوهم پړاو ته لاړلې.
هغه وويل، چې د دغو پايلو له مخې، عبدالله ٤٥ سلنه او اشرف غني احمدزي ٣١،٦ سلنه رايې تر لاسه کړې دي.
د ټاکنو دوو کورنيو څارونکو بنسټونو فيفا او تيفا او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان مرستندوي پلاوي (يوناما) هم د وروستيو پايلو له اعلان هر کلى کړى دى.
ټاکل شوې، دويم پړاو ټاکنې د روان کال د غبرګولي مياشتې په ٢٤مه ترسره شي او که دوهم پړاو ټاکنو کې هر څوک ډېره رايه ترلاسه کړي، نو هغه به بريالى ګڼل کېږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن