ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې يوه پوليس خپل قومندان او د خپلې کورنۍ دوه غړي وژلي

author avatar
16 May 2014 - 14:51
author avatar
16 May 2014 - 14:51

کندهار (پژواک، ٢٦غويى٩٣): د کندهار چارواکي وايي چې په ارغنداب ولسوالۍ کې يوه پوليس ساتنمن خپله مېرمن او خواښې او خپل قوماندان په ډزو وژلي دي.

ددې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخستل شي، وايي چې ددې پوليس په ډزو کې د هغه د کورنۍ دوه نور غړي هم ټپي شوي او دى پخپله هم د پوليسو په ډزو کې وژل شوى دى.

دغې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه تېر ماښام اووه بجې د ارغنداب ولسوالۍ په سوخ چالا سيمه کې رامنځته شوې ده، خو دا چې ددې کار انګېزه څه وه، لا تر اوسه نه ده څرګنده.

دى وايي چې بريدکوونکى اميد نومېده او د ساتنمن په توګه يې په پوليسو کې دنده ترسره کوله.

دده په وينا اميدو خپله مېرمن او خواښې وژلي او دوه ماشومان يې په ډزو ټپي کړي دي.

سرچينه زياتوي، کله چې د عبدالرحمن په نوم د پوليسو قومندان له خپلو ساتونکو سره د موضوع د څېړلو او د هغه د نيولو لپاره سيمې ته ورغى، نو هغه يې هم په ډزو ځاى پر ځاى وواژه او خپله هم د نورو پوليسو په ډزو کې ووژل شو.

د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي پېښه تاييدوي او وايي چې دى د پېښې پر مهال په ولسوالۍ کې نه و.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: “پېښه شوې ده، خو په اړه يې ډېر معلومات نه لرم، زه هم دومره خبر شوى يم چې يوه پوليس خپله مېرمن او خواښې وژلي او دوه ماشومان يې ټپيان کړي دي، چې وروسته بيا په خپله هغه او يو بل پوليس هم وژل شوي دي.”

د کندهار ولايت د امنيې قومندانۍ وياند ضياء درانى هم د پېښې په اړه معلومات نه ورکوي او وايي چې پوليس په دې اړه څېړنه کوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.