ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٣١ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړل شو

د ٣١ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړل شو

author avatar
17 May 2014 - 20:13
د ٣١ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړل شو
author avatar
17 May 2014 - 20:13

کابل،جلا اباد (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): د پکتيکا چارواکي په دې ولايت کې د عملياتو په پايله کې د ٤٥ وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.

د ياد ولايت مقام له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو په مشرۍ د “نژاديو” په نوم پوځي عمليات له تېرو څلورو ورځو راهيسې په شکين، برمل، سرروضې، خيرکوټ او خوشامند ولسواليو کې روان وو، چې نن (د غويي ٢٧مه) پاى ته ورسېدل.

سرچينې په پکتيکا کې د ملي اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان بريدجنرال عبدالواسع ميلاد له خولې ويلي، چې په دې عملياتو کې ٣١ د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي، ١٤ نور ټپيان دي او شپږ تنه يې ژوندي نيول شوي دي.

د ده په وينا، د عملياتو پرمهال دوه د ملي اردو سرتېري هم وژل شوي دي.

هغه زياتوي، له مخالفينو يې ٧ موټرسايکلونه، لس ماينونه او نور ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې نيولې دي.

نوموړى وايي، ياد عمليات يې د راتلونکو ټاکنو د دوهم پړاو د ښه ترسره کېدو په موخه ترسره کړل، چې په دې سره د ځينو تر ګواښ لاندې سيمو امنيت ډاډمن شو.

وسله والو مخالفينو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، په نورستان کې د وسله والو يو اووه کسيز ګروپ د سولې له ولايتي کمېټې سره يوځاى شو.

د نورستان د سولې ولايتي کمېټې د درالانشاء رييس احمد شاه حقمل د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د کامدېش ولسوالۍ د وسله والو يوه اووه کسيزه ډله، چې له تېرو څو کلونو راپه دېخوا يې په ياده ولسوالۍ کې ورانکاري فعاليتونه ترسره کول، نن د سولې له ولايتي کمېټې سره يوځاى شوه.

 ده زياته کړه: ((يادو وسله والو له ځانه سره څلور کلاشينکوفونه،يو کربين، يوه مخابره او يو شمېر نور مهمات هم لرل.))

 د هغه په خبره، وروسته له دې به يادو کسانو ته د سولې د ولايتي کمېټې له لوري تر شپږو مياشتو پورې معاش هم حواله شي.

 د وسله والې ډلې قوماندان حيات الله وويل، دوى پخوا د يوشمېر بهرنيو کړيو له لوري غولول شوي وو او وروسته له دې به هڅه کوي، د خپل وطن په بيارغولو کې برخه واخلي.

 ده له حکومته غوښتنه وکړه چې دوى ته دې د کار زمينه برابره کړي، ترڅو په ورځني ژوند کې مصروف شي.

 د نورستان والي حافظ عبدالقيوم بيا د يادې ډلې په يوځاى کېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، هڅه به کوي چې د يادو يو ځاى شويو وسله والو لپاره د کار زمينه برابره کړي.

 والي زياته کړه: ((له نورو وسله والو هم هيله کوو، چې د خپل وطن له وراني لاس واخلي او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.))

 ياده دې وي، چې له دې وړاندې هم په نورستان ولايت کې يو شمېر وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاى شوي وو.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.