کابل (پژواک،٢٧غويى٩٣): د ولسي جرګې ځينې غړي وايي،چې ايران يو شمېر افغان کډوال په زور د سوريې جګړې ته استوي، ترڅو د بشار اسد په ګټه جګړه کې برخه واخلي .
امريکايي ورځپانې وال ستريټ ژورنال د” ايران،افغان کډوال د جنګي مزدورانو په توګه سوريې ته ليږي” تر نوم لاندې په يوه مقاله کې د ځينې سرچينو له خولې ليکلي، چې د ايران د “پاسدارانو سپاه” زرګونه تنه افغان کډوال د ٥٠٠ ډالرو مياشتنۍ تنخوا او اقامت ورکولو په بدل کې استخدام کړي دي.
سرچينه ليکي ، چې سپاه پاسدارن دغو افغانانو ته زده کړې ورکوي .
دغه راز امريکا غږ ليکلي، چې دغه څرګندونې ، يوه افغان مذهبي مشر ايت الله محقق کابلي ، چې د ايران په قُم ښار کې ژوند کوي او د ايران د سپاه پاسداران يوې سرچينې تاييد کړي دي .
د سرچينې په حواله، د ايت الله کابلي دفتر ويلي،چې سپاه پاسداران له افغان کډوالو سره اړيکې نيسي او هڅه کوي ، چې هغوى ته د ځينو امتيازونو په ورکولو سره قناعت ورکړي ، تر څو د سوريې د ولسمشر بشار اسد د رژيم په پلوۍ او د هغه له مخالفو ډلو سره د جګړې په موخه سوريې ته ولاړ شي.
امريکا غږ ليکلي، چې د پنجشنبې په ورځ د هغو څلورو افغانانو مړي د ايران په مشهد کې خاورو ته وسپارل شول ، چې په سوريه کې وژل شوي وو.
خو د سرچينې په حواله په تهران کې د ملګرو ملتونو وياند حميد بابايي،د ايران له خوا د سوريې د جنګ لپاره د افغانانو استخدامول بې بنسټه بللي دي.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې هم د ايران له خوا د سوريې شاوخوا درې کلنې کورنۍ جګړې ته د افغانانو د استولو پر موضوع بحثونه وشول .
په ياده جرګه کې د کندوز استازې شکريې پيکان وويل، چې افغانان په خپل هېواد کې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله ګاونډيو او يا هم نورو هېوادونو ته کډوال کيږي .
هغې زياته کړه : (( خو له تېرو څو ورځو راهيسې ايران پر افغان کډوالو زور راوړي، ترڅو له ١٨ کلن نه پورته ځوان افغانان د ايران حکومت ته ورکړي ،چې د سوريې جګړې ته يې واستوي .))
پيکان ، د ايران دا کار د غندنې وړ او د افغانانو لپاره لويه فاجعه بولي او وايي ، چې افغان حکومت يې بايد د مخنيوي لپاره لازم اقدامات وکړي .
په ياده جرګه کې د ننګرهار استازى اميرخان يار هم د پيکان خبرې تاييدوي او وايي ، چې ايران افغان کډوال په زور د سوريې جګړې ته استوي ، ترڅو د بشار اسد په ګټه جګړه کې برخه واخلي .
خو هغه وايي: (( دا ټوله بدبختي زموږه خپله ده ،چې موږ په دې نه يو توانيدلي، چې خپلو خلکو ته کار پيدا کړو ترڅو د کډواليو مخه يې ونيول شي .))
يار له ايران نه غوښتنه وکړه ،چې له افغان مهاجرو نه ناوړه ګټه پورته نه کړي او پر افغان حکومت يې غږ وکړ ، چې د يادې ستونزې د حل لپاره لازم اقدامات وکړي .
په ياده جرګه کې د تخار استازى قدرت الله ذکي وايي، چې د ايران له خوا په زور سوريې ته د افغان کډوالو استول د ګاوڼديتوب له اصولو او ټولو نړيوالو قوانينو خلاف کار دى .
د هغه په وينا ، د افغانستان حکومت بايد هيڅ ګاونډي او يا هم بل هېواد ته اجازه ورنه کړي ،چې له افغانانو څخه ناوړه ګټه پورته کړي .
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، افغان دولت مکلفيت لري، ترڅو د ايران په ګډون په ټوله نړۍ کې د افغان کډوالو ستونزو د حل لپاره ګام پورته کړي .
ابراهيمي وايي، چې ولسي جرګه به په ايران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د بهرنيو او کډوالو چارو وزارتونو ته مکتوب واستوي ، ترڅو ژر يې د حل لپاره اقدام وکړي.
پژواک هڅه وکړه ، چې د يادې موضوع په اړه د بهرنيو او کډوالو چارو وزراتونو له وياندويانو سره خبرې وکړي ، خو يادو دواړو سرچينو ټېلېفوني اړيکه ځواب نه کړه .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن