ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٥ تنه وژل شوي

په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٥ تنه وژل شوي

author avatar
17 May 2014 - 11:29
په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٥ تنه وژل شوي
author avatar
17 May 2014 - 11:29

جلال اباد ، لښکرګاه، زرنج، ميدانښار (پژواک،٢٧غويى٩٣): په څلورو ولايتونو کې د امنيتي پېښو پر مهال ١٥ تنه وژل شوي او يو شمېر وسله وال ژوندي نيول شوي دي.

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ځانګړو ګډو ځواکونو له لوري د عملياتو په ترڅ کې شپږ وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.

د ننګرهارد امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر مازيګر څلور بجې د ګوشتې ولسوالۍ په داورخېلو سيمه کې د افغان ځانګړو او ايساف ځواکونو له لوري ګډ عمليات ترسره شوي دي .

هغه زياته کړه، ددې عملياتو په پايله کې شپږ وسله وال ، چې په يوه سراچه ډوله موټر کې سپاره وو، وژل شوي او څلور نور يې ژوندي نيولي دي.

نوموړى وايي، نيول شوي وسله وال پاکستانيان دي، چې ګوشتې ولسوالۍ ته د تخريبي اعمالو د ترسره کولو په موخه راغلي وو.

د مشرقيوال په وينا ، په وژل شويو کې يو تن هارون نوميږي ، چې په سيمه کې د وسله والو د يوه سيمه ييز  قوماندان د  زرقاوي د ډلې سرګروپ وو.

د خنجر په نامه د سيمې يو  اوسيدونکى وايي ، چې ياد وسله وال د ګوشتې ولسوالۍ داور خېلو او يو شمېر نورو سيمو ته د غنمو د عشر د ټولولو په موخه راغلي وو.

دى وايي، چې يو شمېر جوماتونو کې يې د غنمو لپاره بورۍ هم ورکړې وې ، چې د سيمې اوسېدونکي پکې عشر ټول کړي.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې وژل شوي وسله وال د تحريک طالبان پاکستان غړي وو.

سرچينې زياته کړه ، چې په وژل شويو کې يوتن  د ګوشتې او پاتې د پاکستان اوسېدونکي دي.

ديوه بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت  کې د بېلا بېلو امنيتي پېښو پر مهال ٨  تنه وژل شوي او يوبل تن ژوبل شوى دى.

ددې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل ،چې وړمه شپه د سيداباد ولسوالۍ په دواب تنګي سيمه کې د عملياتو  پر مهال د وسله والو ديوه قوماندان په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال دوه تنه وسله وال د امنيتي ځواکونو له خوا ژوندي نيول شوي دي.

خوږياڼي دغه راز وويل، چې ددې ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د يوه سرګروپ په ګډون
درې تنه وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې نښته کې د سيمې يوه اوسېدونکې مېرمنه هم  ټپي شوې ده.

له بلې خوا د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې نن سهار د يوې چاودنې له امله د ملي امنيت يو کارکونکى وژل شوى او يو پوليس ټپي دى.

د نيمروز والي امير محمد اخندزاده پژواک ته وويل، چې  ماين د ښار په پنځمه ناحيه کې تر پولګوټي لاندې اېښودل شوى و، کله چې امنيتى ځواکونو غوښتل ماين شنډ کړي، پرې د ريموټ په وسيله وچاودېد.

د نيمروز ولايتي روغتون يو ډاکټر سيف الدين وايي، چې دوه امنيتي کسان روغتون ته راوړل شوي وو، خو يو يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

تېر کال هم په همدې سيمه کې په ورته چاودنه کې څلور عام وګړي او درې پوليس وژل شوى وو.

دغه راز د هلمند ځايي چارواکي وايي ، چې په موسى کلا ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا د توغول شوې هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يوه ښځه ټپي شوې ده.

سرچينې زياتوي ، چې تېر مازيګر په لښکرګاه ښار کې ديوې چاودنې له امله يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.