ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دايکنډي کې يوې نجلۍ ځانوژنه وکړه

په دايکنډي کې يوې نجلۍ ځانوژنه وکړه

author avatar
17 May 2014 - 12:56
په دايکنډي کې يوې نجلۍ ځانوژنه وکړه
author avatar
17 May 2014 - 12:56

نيلي (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): د بشري حقونو ساحوي خپلواک کمېسيون په دايکنډي ولايت کې د يوې نجلۍ وژنه په کلکه غندلې او د هغې کورنۍ يې د دې ناوړه پېښې مسووله ګڼلې ده.

ياده نجلۍ روشن نومېده او وروسته له هغه يې د دايکنډي په مرکز نيلي کې د زهري درملو په وسيله ځان وژلى، چې کورنۍ يې د تره له زوى سره د هغې له واده ډډه کوله.

د ياد ولايت د بشري حقونوکمېسيون د ښځو برخې مشرې حليمې بشردوست پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ٢٠ کلن نثاراحمد کورنۍ د ١٨ کلنې روشن غوښتنې ته ورغلې وه، خو د نجلۍ کورنۍ د دوى د واده مخالفت کړى و.

نوموړې زياته کړه، چې نجلۍ له دغه مخالفت وروسته د زهري درملو په وسيله ځانوژنه کړې او هلک هم له دې پېښې له خبرېدو سره سم  په ورته کار لاس پورې کړى او اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې او روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ دى.

مېرمن بشردوست د نجونو او هلکانو په واده کې ممانعت د قانون خلاف ګڼي او وايي: ((د  کورنيو مخالفت د ځوانانو روحيې ته جدي ګوزار دى او تر دې چې ځان وژنه کوي او مسووليت يې د کورنيو پر غاړه دى.))

د نثار احمد يو خپلوان شاه ولي وايي، چې له دې پېښې ډېر اغېزمن شوى او کورنۍ بايد د نجونو او هلکانو د واده مخنيوى ونه کړي.

هغه وويل، چې د نجلۍ کورنۍ د واده دروند مصرف اېښې و او د دې ترڅنګ د نجلۍ ورور د واده مخنيوى کاوه، خو نثار احمد ويلي وو، هر څومره پيسې چې غواړي ورکوم يې، خو د واده مخالفت دې نه کوي.

د دايکنډي د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد اصف شيرزى وايي، چې د نجلۍ ورور يې ددې پېښې په تړاو نيولى او قضيه تر څېړنې لانې ده.

د دايکنډي د بشري حقونو کمېسيون  د ښځو برخې مشره وايي، چې دا په روان کال کې له واده سره د مخالفت دريمه پېښه ده، چې له کور څخه د نجلۍ او هلک د تېښتې لامل ګرځي.

هغې زياته کړه، چې تېر کال له دغو کمېسيون سره د ځان وژنې پنځه او د ځان وژنې د هوډ ٣٥ پېښې ثبت شوې دي.

د ځان وژنې له پېښو يوه هم د دايکنډي په سنګ تخت ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له امله د يوې ځوانې ښځې ځان وژنه وه، چې يو د غېږې ماشوم ترې پاتې او خاوند يې د پوليسو له خوا ونيول شو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.