ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې دوه مېرمنې په موموز ډول وژل شوې دي

author avatar
18 May 2014 - 14:45
author avatar
18 May 2014 - 14:45

شبرغان (پژواک ٢٨ غويى ٩٣): پوليس وايي، چې د جوزجان ولايت په منګجيک ولسوالۍ کې دوه ښځې وژل شوي او يوې د تېزابو په خوړلو ځان مړ کړى دى.

د جوزجان د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالمالک وايي، چې د دويمې مېرمنې د مرګ علت تر اوسه روښان نه دى، خو ورور يې ادعا کوي، چې د خاوند د کورنۍ غړو يې وژلې ده.

نوموړي پژواک ته وويل، چې د ميرا په نوم يوه ٢٥ کلنه ښځه چې د منګجيک ولسوالۍ د چهارچنغوى کلي اوسېدونکې او د واده يې شپږ مياشتې کېدې، په دې وروستيو کې خبر ورسېدلى و، چې خاوند يې د فارياب په اندخوى ولسوالۍ کې له يوې بلې نجلۍ سره واده کوي.

سمونوال ممنون زياته کړه، يادې مېرمنې وروسته له هغه د زهرو په خوړلو ځانوژنه وکړه، چې خاوند يې له بلې نجلۍ سره د نکاح کولو تصميم نيولى دى.

له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير د دويمې مېرمنې په اړه، چې ذاکره نومېږي او د منګجيک ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکې ده وويل، پوليسو تر اوسه داسې اسناد نه دي ترلاسه کړي، چې نوموړې وژل شوې او که نه؟

دغه پوليس چارواکي زياته کړه، څېړنو ښودلې چې ياده مېرمن وروسته له هغه په مرموز ډول مړه شوې، چې کله له تشناب څخه کوټې ته راغله او ورور يې ادعا کوي، چې خور يې د خاوند د کورنۍ غړو وژلې ده.

نوموړي وويل، چې د قضيې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

د جوزجان به مرکز شبرغان ښار کې د ولايتي روغتون رييس ډاکټر محمدهارون عارف ايلبيګي وويل، چې د دې دوو ښځو مړي د پوليسو له خوا روغتون ته ور وړل شوي، چې لومړۍ مېرمنه حامله وه او د تېزابو په خوړلو يې ځان وژنه کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د دويمې ښځې پر بدن د وهلو هېڅ نښې نه ښکاري او مرګ يې طبيعي ښکاري او زيات احتمال لري، چې سکته يې کړې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جوزجان، سرپل او فارياب لپاره د بشري حقونو سازمان رييسې مغفرت صميمي د ښځو د مرموزو مرګونو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل، چې يو شمېر کورنۍ په دې برخه کې ملامتي دې، ځکه چې دوى په کورنۍ او چاپېريال کې د ښځو غوښتنو ته پام نه کوي او دوى ته اهميت نه کوري، چې له امله يې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

مېرمن صميمي زياته کړه: ((له دې پرته به ګرانه وي، چې د دا ډول شومو ښکارندو مخه ونيول شي.))

دا په روان کال (له دوو مياشتو کمه موده) کې د ښځو د مرګ پنځمه پېښه ده، چې د جوزجان د بشري حقونو سازمان کې ثبتېږي.

تېره اونۍ د زيبا په نوم د ګوهرشاد لېسې يوې اتلس کلنې زده کوونکې مړى هم په شبرغان حال کې په زندنۍ شوې بڼه وموندل شو او د بشري حقونو اندېښنې يې وپارولې.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.