ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار پوهنتون محصلينو درسي اعتصاب کړی

د تخار پوهنتون محصلينو درسي اعتصاب کړی

author avatar
19 May 2014 - 12:15
د تخار پوهنتون محصلينو درسي اعتصاب کړی
author avatar
19 May 2014 - 12:15

تالقان (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): د تخار پوهنتون په زرګونو محصلينو د درسي اعتصاب په ترڅ کې د خپلو استادانو پر مخ د پوهنتون دروازه هم تړلې ده.

د تخار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د درېيم کال محصل شېردل طاهري د غويي په ٢٩مه د لاريون پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ليليه کې برېښنا او تشنابونه نشته، له ليليې تر پوهنتونه لارې خرابې دي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((تخار ته له تاجکستان څخه برېښنا وارده شوې، ټول تالقان او يو شمېر ولسوالۍ برېښنا لري، د تخار د پوهنتون د ليليې غم څوک نه خوري، د برېښنا د نه شتون له کبله هېڅ ګوزاره نه کېږي، هوا هم ګرمه.))

د دغه پوهنتون د  شرعياتو پوهنځي د دويم کال محصل مجيب الله ضيايي وايي چې ليليې ته يې تشنابونه نه دي جوړ شوي، په ټوله ليليه کې د بوی له کبله اوسېدا ګرانه شوې ده.

ده زياته کړه: ((تر پوهنتونه پورې چې ځو، کالي مو په خاورو دوړو لړل کېږي، تشنابونه نشته، محصلين مجبوره شوي. موږ وېرېږو چې محصلين به ناروغان شي، څوک مو غږ نه اوري، اړ شو شو چې د پوهنتون دروازه وتړو.))

د محصلينو استازی بحرالدين وايي چې د دې ستونزو د هوارۍ لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي، د پوهنتون رييس او له والي سره يې هم خبرې کړې دي؛ خو په وينا يې چې څه ګټه يې نه ده کړې.

د بحرالدين په وينا، د پوهنتون رييس ورته ويلي چې د برېښنا، تشنابونو او د سړک جوړولو لپاره بوديجه نه لري.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له رييس سره مو ستونزې شريکې کړې، هغه راسره د درواغو ژمنې وکړې او عملي يې نه کړې. بيا والي صېب خوا ته ورغلو، هغه خو بېخي  موږ سره خبرې کولو ته حاضر نه شو، د والي د دفتر رييس سره مو خبرې وکړې، هغه راسره ژمنه وکړه چې په دوو اونيو کې مو ستونزې هواروم، خو دا دى دوه مياشتې وشوې، ستونزې هماغه دي.))

بحر الدين زياتوي، څو پورې چې يې ستونزې هوارې شوې نه وي، دروازه نه پرانيزي.

د تخار پوهنتون رييس محبوب الله حامد د محصلينو ستونزې مني؛ خو وايي چې دا نوی جوړ شوی پوهنتون دی، ډېرو چارو ته لا هم اړتيا لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه پوهنتون محلصين په ځانګړې توګه په ليليه کې مېشت محصلين شنې سيمې، کتابتون، منظمو سړکونو، اوبو، تشنابونو او برېښنا ته اړتيا لري.

د نوموړي په وينا، د برېښنا چارې روانې دي او ډېر ژر به دا ستونزه هواره شي او د نورو ستونزو په اړه يې له مرستندويه بنسټونو سره خبرې پيل کړې دي.

د تخار پوهنتون چې د تالقانو ښار لويديځې لور د ورتبز په وچه غونډۍ چې نه بوټي او نه هم ونې لري پروت دی. د دغه پوهنتون له جوړېدو ۵ کاله کېږي، ۵ زره محصلين لري چې يواځې زر تيې په ليليه کې اوسېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.