ميمنه (پژواک ٣٠ غويى ٩٣): وسله والو طالبانو د يوې نوې ډلې رامنځته کېدل، چې د ځايي چارواکو په وينا، د ملا عمر په مشرۍ له طالبانو او بهرنيو ځواکونو سره جنګېږي؛ رد کړ.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په فارياب کې طالبانو پر وړاندې هېڅ کومه ډله نه ده پيدا شوې.
نوموړي نن پژواک خبري اژانس ته د يوه برېښناليک په استولو ويلي، چې نږدې ١٨ کسله غله او بدمعاشان، چې د فارياب پر لويه لاره يې لارې نيولې او د خلکو د ازارولو ترڅنګ يې له هغوى پيسې او مالونه اخيستل، د طالب مشرانو له خوا کشف شول، چې وروسته څلور کسه ووژل شول، اوه يې دولت ته تسلم شول او اوه نور تښتېدلي دي.
د طالبانو وياند زياته کړه، چې تښتېدلي کسان د طالبانو تر تعقيب لاندې دي او ډېر زر به د خپلو عملونو پر سزا ورسېږي.
د قيصار د ولسوال عبدالجميل صديقي په خبره دا ډله په منصور دادالله او حقاني شبکه پورې اړوند ده او ويجاړوونکو عناصرو، د بې ګناه وګړو له وژونکو (امارتي طالبان) او بهرنيو ځواکونو سره مبارزه يې خپل شعار ګرځولى دى.
د سرچينې په خبره، نوو طالبانو ويلي، چې د سړک، ښوونځي، پله، عامه ګټو او د تاسيساتو د مخنيوونکو او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې جنګېږي، دولتي کارکوونکو او او موسساتو ته اجازه ورکوي، چې په ټولو ساحو کې دنده اجرا کړي.
ولسوال وويل، چې نوو طالبانو د قيصار په خواجه ګوهر سيمه کې په ملا محمدعمر پورى تړلى يو کس اعدام کړى دى. د فارياب ځينې نورو سرچينو هم د طالبانو د نوې ډلې پيدا کېدو خبر ورکړى دى.
خو د طالبانو وياند وايي، چې دا ډول اوازې د دولتي بنسټونو له خوا خپرېږي، چې له واقعيت نه لرې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نورستان ولايت چارواکو ويلي دي، چې په تازه توګه د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې د مخپټو او تورو جامو لرونکو طالبانو يوه ډله را پيدا شوې او تر اوسه پورې يې خپل مخالف ١١ کسه طالبان او مشران وژلي دي او امنيتي ځواکونه بايد د طالبان له خپل منځي اختلافاتوڅخه ګټه واخلي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د طالبانو پر وړاندې مخ پټي وسله وال نشته او د دې ډول تبليغاتو موخه د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو رامنځته کول دي، چې د سيمې استخبارات او دولتي ادارو تړلي کسان په کې لاس لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن