لښکرګاه-پل علم (پژواک٣١ غويى ٩٣): چارواکي وايي، چې په هلمند او لوګر ولايتونو کې ١٩وسله وال دوه دولتي سرتېري او د نوزاد ولسوالۍ د امنيه قوماندان ښځه وژل شوي، دوه پوليس او ١٥ وسله وال ټپيان دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان د غويي په۳۱مه پژواک ته وويل، تېره شپه ۱۲بجې د ګرشک ولسوالۍ په “ميرمنداب”، “حيدر اباد” او “زمنبلي” سيمو کې د پوليسو او وسله والو ترمنځ جګړه شوې ده.
نوموړي وويل، په دې جګړه کې۱۱وسله وال او يو پوليس وژل شوي او دوه پوليس ټپيان شوي دي.
بلخوا چوپان وايي، چې تېره شپه ٩ بجې د نوزاد ولسوالۍ د امنيه قوماندان عبدالله خان د کورنۍ غړي په خپل شخصي موټر کې له نادعلي څخه مرکز لښکرګاه ته پر لاره وو، چې د وسله وال تر بريد لاندې راغلل.
چوپان وايي، په دغه بريد کې د نوزاد ولسوالۍ د امنيه قوماندان مېرمن وژل شوې او د کورنۍ يوه بله غړې يې ټپي ده.
هغه وايي، په موټر کې نورو سپرو ته، چې د ياد قوماندان د کورنۍ غړي وو، زيان نه دى اوښتى.
چوپان زياتوي، چې وسله والو ته له مخکې معلومات وو، چې په دغه موټر کې د نوزاد ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د کورنۍ غړي سپاره دي او ورته په کمين کې ناست وو.
بلخوا د لوګر چارواکي وايي، چې له وسله والو سره يې په نښته کې د ملي اردو يو افسر او ٨ وسله الو وژل شوي دي.
د والي وياند وايي، تېره شپه د څرخ ولسوالۍ د “شش کلا” په سيمه کې وسله وال د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.
دورېش وايي، په ځوابي ډزو کې ٨ وسله وال او د ملي اردو يو افسر وژل شوي خو نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي خو د هلمند د مارجې ولسوالۍ د “سيستانې” په سيمه کې د ١٥ وسله والو د وژلو خبر رد کړى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي، په دې سيمه کې يې تېره ورځ له افغان پوځيانو سره د جګړې پر مهال ١١ سرتېري وژلي او ٦ نور ټپيان دي.
تر دې مخکې چارواکو ويلي وو، چې په دې جګړه کې يې د پاکستاني په ګډون١٥ وسله وال وژلي دي خو قاري يوسف احمدي د بهرنيو وسله والو شتون هم رد کړى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن