ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان د پوليسو د کشف امر ووژل شو

author avatar
23 May 2014 - 11:11
author avatar
23 May 2014 - 11:11

د جوزجان د پوليسو د کشف امر ووژل شو

کابل (پژواک ٢ غبرګولى ٩٣): د جوزجان امنيتي مسوولين وايي، چې د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د کشف امر  له يو بل تن سره د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى دى.

د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال عبدالمنان رووفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د کشف امر څارمن عبداللطيف اسحاق زى، نن سهار په شاوخوا لس نيمو بجو د   خواجه دوکو ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې ووژل شو.

ده زياته کړه، د پېښې عاملين لا نه دي معلوم، خو سيمې ته د پوليسو ډله تللې او پلټنې يې پيل کړې دي.

د هغه په وينا، عبداللطيف اسحاق زي  په دې وروستيو کې په جوزجان کې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه هلې ځلې ډېرې کړې وې.

خو د جوزجان د عامې روغتيا رييس ډاکټر فريدون وايي، چې له څارمن اسحاق زي سره يو بل تن چې ډاکټر دى، هم وژل شوى دى.

دى زياتوي، د ياد ډاکټر جسد دوى ته را لېږدول شوى، خو هويت يې لا نه دى معلوم.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په ياده سيمه کې يې د يوې نښتې په ترڅ کې دوه پوليس وژلي دى.

د ده په خبره، په دې نښته کې د دوى يو ملګرى هم وژل شوى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.