ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند پېژندنې سيمينار جوړ شو

د هلمند پېژندنې سيمينار جوړ شو

author avatar
23 May 2014 - 16:52
د هلمند پېژندنې سيمينار جوړ شو
author avatar
23 May 2014 - 16:52

لښکرګاه (پژواک ۲ غبرګولی ۹۳): د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د هلمند پېژندنې علمي- څېړنيز سيمينار نن ترسره شو.

په دې سيمينار کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مرستيال سربېره لسګونو پوهانو، ليکوالو او اديبانو په کې ګډون کړى وو، د هلمند د کرنې، اقتصاد، پوهنې، امنيت، بيارغونې او ادب مسايلو په اړه په کې خبرې وشوې.

د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم وويل، دغه ولايت له ادب او فرهنګ سربېره په اقتصاد او ټولنيزو مسايلو کې د پام وړ پرمختګونه لري.

نوموړي د دې سيمينار د جوړېدو موخه په نوې بڼه هېوادوالو ته د هلمند ولايت ور پېژندل په ګوته کړل.

ده زياته کړه: “هلمند اوس د پرمختګ په حال کې دی، بيارغونه په کې شوې او هغه نوم چې د ناامنۍ او د کوکنارو د کر او قاچاق په اړه يې خپل کړی و، له منځه تللی دی.”

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري مرستيال پوهنمل غلام نبي فراهي وويل، د دې ولايت د تاريخ او فرهنګ په اړه ټول کره شواهد موجودي دي، خو په کار ده، چې نور کار هم ورته وشي.

ده زياته کړه، که چېرې دې ولايت ته پوره پاملرنه وشي، د بيارغونې، پوهنې، امنيت، اقتصاد او نورو برخو کې به هم د پام وړ مثبت بدلون په کې رامنځ ته شي.

نوموړي د ولايت له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د سيمينار د جوړېدو ترڅنګ دې په دې ولايت کې په عملي توګه کار وکړي او دا ولايت دې په رښتيني ډول خلکو ته ور وپېژني.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ سلاکار څېړندوى حبيب الله رفيع، هلمند د ادب او اديبانو زانګه وبلله او زياته يې کړه، چې ولسي فولکلور  او ادب لومړى په دې ولايت کې پنځول شوى دى.

خو هغه وويل، په دې ولايت کې لا ډېر فولکلوري مواد شته، چې لا نه دي راټول شوي، چې بايد د څېړونکو له لوري راټول شي.

نوموړي هلمند د يووالي ښه بېلګه وبلله او ويې ويل، چې په دې ولايت کې د هېواد ډېرى قومونونه له کومې ستونزې پرته ژوند کوي.

ليکوال او شاعر استاد محمد حسن ولسمل بيا وويل، که چېرې د هلمند سيند مهار شي او اوبه يې په سمه توګه سره راوګرځول شي، د دې سيمې  اقتصاد به په پښو ورسره ودرېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.