ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يمګان ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه عمليات پيل شول

د يمګان ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه عمليات پيل شول

author avatar
23 May 2014 - 12:20
د يمګان ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه عمليات پيل شول
author avatar
23 May 2014 - 12:20

فيض اباد(پژواک، ٢ غبرګولى، ٩٣): د بدخشان ولايت چارواکي وايي، چې له وسله والو طالبانو څخه بېرته د يمګان ولسوالۍ د نيولو په موخه يې عمليات پيل کړي دي.

 دغه عمليات په داسې حال کې پيلېږي، چې څلور ورځې مخکې وسله والو طالبانو د يمګان ولسوالۍ ونيوله او د خرابې هوا له امله امنيتي ځواکونه ونه توانېدل، چې د دغې ولسوالۍ د نيولو په موخه عمليات پيل کړي.

خو د بدخشان ولايت امنيه قوماندان لوى پاسوال فضل الدين عيار د غبرګولي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يمګان د بېرته نيولو په موخه يې عمليات پيل کړي دي.

ده وويل، چې د ملي دفاع وزارت کومانډو او د کورنيو چارو وزارت ځانګړي ځواکونه په ياده ولسوالۍ کې پلي شوي، نظم عامه او  ملي پوليس د جرم ولسوالۍ له لوري د يمګان پر لور خوځېدلي دي.

امنيه قوماندان وويل، شپږ ملي او سيمه ييز پوليس چې ټپيان وو، روغتون ته رسول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وزير عمر داوودزي تېره ورځ ويلي و : ((د شمال قول اردو په قومانده اوس په يوه پلان کار کوي، ترڅو يمګان ولسوالۍ ونيسي، دوى په ډېر احتياط سره کار کوي، چې عامو وګړيو ته زيان ونه رسېږي.))

هغه هيله ښودلې وه، چې ډېر ژر به دغه ولسوالۍ ونيسي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو د قوماندانانو په ګډون ٢٧پوليس نيولي، چې تراوسه يې د برخليک په اړه معلومات نشته.

يمګان ولسوالي د بدخشان له مرکز فيض اباد څخه شاوخوا ١٥٠ کيلومتره لرې پرته ده او د جرم او کران و منجان ولسواليو سره ګډه پوله لري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.