ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د بريدګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته پاى ته ورسېده

author avatar
23 May 2014 - 08:11
author avatar
23 May 2014 - 08:11

کابل، دويم تعقيب (پژواک ٢ غبرګولى ٩٣): په هرات ولايت کې د هندوستان قونسلګرۍ ته څېرمه د امنيتي ځواکونو او بريدکوونکو ترمنځ نښته له ٧ ساعتو وروسته د پنځو بريدګرو په وژل کېدو او دوو پوليسو په ټپي کېدو پاى ته ورسېده.

نن سهار کابو ٤ بجې، پنځه ځانمرګي بريدکوونکي د هند قونسګرۍ شاته يوې نيم کاره ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځايه يې پر قونسلګرۍ ډزې کولې.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته نن له غرمې مخکې په شاوخوا ١١ بجو پاى ته ورسېده او امنيتي ځواکونو تصفيوي عمليات پيل کړي دي.

ده زياته کړه، د هغې ودانۍ چې وسله وال په کې ځاى پرځاى شوي وو، د کورنۍ غړي يې ژغورل شوي او هغوى ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې د هندوستان قونسلګرۍ ته کوم جدي زيان نه دى اوښتى او يواځې دوه پوليس برسېرن ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي،  ټول بريدګر چې شمېر يې پنځو تنو ته رسېده، ووژل شول او سيمه د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

د هرات ولايت د همغږۍ مرستيال عبدالقيوم کريمي وويل: “درې ځانمرګي بريدکوونکي په لومړيو شېبو کې د امنيتي ځواکونو له لوري ووژل شول او دوه تنه نور، چې د ودانۍ په تاکاوي کې ځاى پرځاى شوي وو، څو شېبې وړاندې ووژل شول. “

هغه زياتوي، بريدکوونکي په سپکو او درنو وسله، نارنجکو او ار پي جي راکټونو سمبال وو، چې له شلو ډېر د ار پي جي راکټ مرمۍ، چې ودانۍ ته لېږدول شوې وې، د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 بايد وويل شي چې تېر کال هم، په جلال اباد ښار کې د هندوستان پر قونسلګرۍ بريد شوى و، چې لس ملکي وګړي په کې وژل شوي او ٢١ ټپيان وو.

 له دې وړاندې په کابل کې هم، دوه ځلې د هندوستان پر سفارت خونړي بريدونه شوي وو، چې د دې سفارت د ډيپلوماټانو په ګډون په کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.